خلک: په هلمند کې امنيتي سرتېري لا هم بېځايه قرباني ورکوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65600
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-07

د هلمند خلک وايي، له ولایت سره یې د پلازمېنې چلند توپیري کېږي او امنیتي حالت په کې ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی خو زیاتوي چې چارواکي پرې سر نه خوږوي او نه هم په رسنیو کې د هلمند اصلي وضعیت ښودل کېږي. هغوی زیاتوي چې له پلازمېنې ورغلي پلاوي یوازې نمایشي سفر وکړ او امنيتي سرتېري د جګړې په لومړۍ کرښه کې لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ياد ولایت د قومي مشرانو په وینا، دا مهال د هلمند، په خانشین، سنګین، نوزاد، ګرشک او د نادعلي ولسواليو په ځینو برخو کې هره ورځ جګړې وي او امنیتي ځواکونه په کې قرباني ورکوي او دا هر څه په امنيتي برخه کې د ناسم مديریت له امله رامنځته شوي دي. سیاسي شنونکي بیا د هلمند امنیتي حالت له یو لوري د چارواکو په بې غورۍ او له بل لوري د مافیايي کړیو پر واکمنۍ پورې تړلی بولي. د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د باباجي سیمې قومي مشر حاجي عمر وايي، که د هلمند حالت له یو کال وړاندې حالت سره پرتله شي، په ولسوالیو کې پنځوس او په لښکرګاه او ترې چاپیره سیمو کې شل سلنه حالت خراب شوی دی. دی وايي، په رسنیو کې چارواکي له طالبانو د ځينو سیمو د پاکوالي اعلان کوي؛ خو یادې سیمې له طالبانو سره وي او یا هم په کې جګړې روانه وي چې ښه بېلګه یې د تریخ ناور سیمه ده. حاجي عمر زیاتوي: ((په هلمند کې د امنیتي ځواکونو نا سم مدیریت د دې لامل شوی چې په ډېرو برخو کې جګړه اوږده شي، د هغوی پر وخت نه اکمال بله ستونزه ده، همداراز د مخدره توکو مافیا هم په دې جګړه کې دخیله ده.)) د مرکز لښکرګاه اوسېدونکي وايي، په دغه ښار کې د پخوا په پرتله وېره زیاته شوې او له ولسوالیو ګڼې کورنۍ هم لښکرګاه ته راغلې؛ خو تر اوسه نه ورسره کومه مرسته شوې او نه یې چا پوښتنه کړې ده. د لښکرګاه يوه اوسېدونکي محمدشریف سرنوشت ته وویل: ((له جګړې سلګونه کورنۍ راغلې او په لښکرګاه کې پرتې دي، دا کورنۍ ډېرې یې له باباجي راغلې، له سنګین، مارجې او نورو ولسوالیو هم را کډوال شوي؛ خو څوک یې پوښتنه هم نه کوي او ډېر کم یې سرپناه لري.)) د مارجې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو یوه قوماندان هم سرنوشت ته وویل، د دې ولسوالۍ له ډېرو سیمو پوځیان او پولیس ولاړل او مارجه سیمه ییزو پولیسو ساتلې. دی وايي، اوس هم په ډېرو سیمه کې افغان ځواکونو له ستونزو سره مخ دي او حتی په سنګین کې خوراکي توکي هم په سختۍ پیدا کوي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بیا وايي چې هلمند ته په دې وروستیو کې د پلازمېنې پام زیات شوی او په ډېرو سیمو کې اوس مخکنۍ ستونزې حل شوې دي. ځواک سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، دا مهال یوازې په خانشین، نوزاد او څو نورو سیمو کې څه ستونزې شته په نورو سیمو کې ستونزې حل دي او حالت ښه شوی. دی وايي، پخوا امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې و؛ خو په تېره یوه اونۍ کې دغه حالت تهاجمي ته بدل شوی او هره ورځ امنیتي ځواکونه نوي پرمختګونه کوي. ځواک وايي، په باباجي سیمه کې چې لښکرګاه ته د طالبانو له لوري نیول شوې، تر ټولو نږدې سیمه وه، عملیات روان دي او د امنیتي ځواکونو اکمال هم ښه شوی دی.