روسیه د پوځي وسایلو لپاره د افغانستان پر وړاندیزونو غور کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65603
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-07

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ریانویستي خبري اژانس ته ویلي روسیه د پوځي وسایلو لپاره د افغان لوري پر وړاندیزونو پر احتیاط غور کوي؛ خو د افغان ځواکونو تجهیز تر بل هر چا وړاندې د امریکا مسئولیت دی. ده ویلي افغان لوري دوی ته ځینې وړاندیزونه سپارلي او روسیه پر دغو وړاندیزو کار کوي چې په دقت به مناسب او منطقي پرېکړه وکړي.