داعش د یوې تازه ویډیو په خپرولو سره له طالب جنګیالیو غوښتي چې د دوی له خلافت سره یو ځای شي. په ویډیو کې د داعش یوه ویاند چې خپل نوم یې ابو یاسر الافغاني بللی ویلي چې د طالبانو مشران د صالحو مسلمانانو له لارې منحرف شوي دي. د داعش دغه ویاند پر افغان طالبانو له دې کبله نیوکه کړې چې د پاکستان له استخباراتي ادارې ای اېس اېس سره اړیکې لري.