په کندهار کې د وسله والو په دوو بېلو بریدونو کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شي، دری پولیس، د ملي امنیت سرتېری او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي. د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند پر اولسم ماموریت تېر ماښام شپږ بجې دوو ځانمرګو بریدپيل کړ چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود. ځانمرګي په کرولا موټر کې راغلي وو او په داسې حال کې یې برید کړی و چې ترافیک پولیس د موټرو د اسنادو پر چکولو بوخت وو. په دې پېښه کي دری پولیس، يو د ملي امنیت سرتېری او یو ملکی وګړی ټپيان شوي دي. تر دې پېښې وروسته د کندهار ولایت له مقام سره نږدې دوو وسله والو چې د پولیسو په یونیفورم کې وو د ملي اردو دوه سرتېري وژلي او تښتېدلي دي.