د کندهار والي په هڅو ؛ په کندهار کي د ځوانانو د تنظيم شورا جوړيږي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65607
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-12-08

د کندهار ولايتي اداره ځوانان مدني فعاليتونو ته هڅوي څو د مدنيت د مهم اصل له مخي پر دولتي مامورينو نظارت وکړي او د ټولني د پرمختګ دپاره ځوانان اغيزناکه فعاليتونه ولري . د کندهار والي وايي دا هڅه يي ځکه پيل کړې ده چي ځوانان تنظيم سي او کار ترې واخستل سي . دا مهال د کندهار مدني فعاليتونه خورا کمرزوري او يو شمير مدني ټولني د ټولنيز کار اراده او ميکانيزم نه لري . د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د کندهار روڼ اندي ځوانان ( نن سه شنبه ) په خپل دفتر کي سره راټول کړه او ترې وغوښتل ، چي د مدني پرمختګونو او ټولنيزو خدماتو دپاره يوه شورا جوړه او دلته په کندهار کي کار وکړي . ځوانانو ؛ د ځوانانو په منځ کي بې باوري ، د مدني ټولنو په راس کي د غيرمسلکي کسانو شتون ، د دولت او خلکو تر منځ فاصله او د ځوانانو تر منخ بي اتفاقي هغه خنډونه وبلل دي چي دلته يي د مدني خوځښتونو مخه ډب کړې ده . په وروستيو کي والي همايون عزيزي او ځوانان په دې صلاح سول ، چي د يادو هدفونو دپاره به يوه منظمه شورا جوړوي . وروسته غونډه د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رييس پوهيالي حضرت ولي هوتک په مشري سوه ، چي پر مهال يې دوولس کسيزه ډله جوړه او دنده ورکول سوه چي د شورا دپاره روښانه تګلاره جوړه کړي . د شورا د تګلاري د جوړيدو دپاره بله غونډه راتلونکې شنبه جوړيږي . د يادوني وړه چي د کندهار د قومي مخورو څخه هم ورته شورا جوړه سوې ده څو د خلکو د ستونزو د هواري دپاره د دولتي ادارو څخه نظارت وکړي . .