د ځمکې د ستونزو له کبله ۸ میلیارده ډالره پانګه ضایع شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65608
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-08

په افغانستان کې د پانګونې لپاره د ځمکې د نشتوالي له امله یوازې په تېرو شپږو کلونو کې شاوخوا ۸ میلیارده ډالره پانګه ضایع شوې ده. د افغانستان د صنعتکارانو سراسري ټولنه په هېواد کې د ځمکې نشتوالی د صنعت پر وړاندې لویه ستونزه بولي. د افغانستان د صنعتکارانو د سراسري ټولنې مرستیال شېرباز کمین زاده وايي چې په افغانستان کې د پانګونې او صنعت پر وړاندې له اووه ستونزو څخه یوه اساسي یې د ځمکې نشتوالی دی. شېرباز کمین زاده له همیانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې پانګوال د ځمکې د نشتوالي له امله په اسانه پانګونې ته زړه نه ښه کوي. د هغه په وینا په افغانستان کې د صنعت د ودې پر وړاندې اووه ستونزې دي چې د پانګونې بهیر یې ټکنی کړی دی. نوموړي د ځمکې، برېښنا، کرېډېټ، ترجیحي تعرفو او حمایوي پالیسو نشتوالی د اساسي ستونزو په توګه یاد کړل چې په وینا یې افغان صنعتکاران ور سره مخ دي. کمین زاده وايي چې د ځمکې د نشتوالي له امله افغانستان له ۲۰۰۹ کال څخه تر اوسه پورې شاوخوا ۸ میلیارده ډالره چې ټاکل شوې وه د صنعت په سکتور کې بنده شي؛ له لاسه ورکړې ده. د هغه په خبره، په ټول افغانستان کې معیاري تولیدي فابریکې نه دي جوړې شوې او لامل یې دا دی چې صنعتکاران د خپلو فعالیتونو لپاره معیاري پارکونو او زېربنا ته لاسرسی نه لري. سره له دې چې په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د هېواد په یو شمېر لویو ښارونو کې صنعتي فابریکې جوړې او صنعتکارانو ته په واک کې ورکړل شوې دي، خو د صنعتکارانو ټولنه وايي چې دغه فابریکې معیاري نه دي. شېرباز کمین زاده وايي، په کابل کې د جمعه محمد محمدي له صنعتي پارک پرته، په افغانستان کې یو صنعتي پارک هم له معیارونو سره برابر نه دی جوړ شوی. هغه د بېلګې په توګه د کابل ښار د څرخي پله صنعتي پارک ته اشاره وکړه، چې په وینا یې کنډوالې ته ورته دی او اړینې اسانتیاوې په کې نه شته. افغان صنعتکاران وايي، په تېره څه باندې یوه لسیزه کې په هېواد کې د پانګونې لپاره د خلکو فوق العاده لېوالتیا موجوده وه، خو په دې برخه کې لویه ستونزه د صنعتي پارکونو نشتوالی دی. د افغانستان د صنعتکارانو سراسري ټولنه وايي چې اوس هم ډېر شمېر تولیدي فابریکې په شخصي ځمکو کې فعالیت کوي او له اړینو اسانتیاوو بې برخې دي. د افغانستان حکومت په ۱۳۹۱ کال کې د بدلون لسیزې تر پیل مخکې د اقتصادي لېږد په بهیر کې یوه تګلاره اعلان کړه، چې د هغې له مخې د اقتصادي ودې او د پانګونې د پراختیا په موخه د صنعت په سکتور کې پانګوالو ته یو لړ امتیازونه په پام کې نیول شوي وو. د یادې تګلارې له مخې هغو متشبثینو چې د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ کلونو ترمنځ په تر یوه میلیون ډالرو زیاته پانګونه کوله، وړیا او یا هم ډېره ارزان بیه ځمکه ورته په پام کې نیول شوې وه. همدارانګه د یادې تګلارې له مخې په صنعتي پارکونو کې له پانګوالو څخه یوازې د ځمکې تمام شوی قیمت اخیستل کېده. خو دغه تګلاره لا هم عملي شوې نه ده او یو پانګوال دا مهال په صنعتي پارکونو کې یو جریب ځمکه په ۵۰ زره ډالرو هم نه شي پیدا کولی. د افغانستان د صنعتکارانو سراسري ټولنې مشر وايي، چې که حکومت د اقتصاد د پرمختګ اراده لري، نو لومړی باید د اقتصادي پرمختګ لپاره بستر او زېربنا رامنځته کړي.