ولسمشر اشرف غني د اسیا د زړه هېوادونو په پنځم کنفرانس کې د ګډون په موخه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد. ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني به په دغه یو ورځني سفر کې د اسیا د زړه هېوادونو په کنفرانس کې پر ګډون سربېره د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او استازو سره هم وګوري. پر دې سربېره به ولسمشر د سفر په جریان کې د افغانستان، پاکستان او امریکا په دری اړخیزه او د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په څلور اړخیزه ناستو کې هم ګډون وکړي. له ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د ولسمشر اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي هم ملتیا کوي.