د کندهار پر نظامي قول اردو باندي بريد ټوله شپه دوام وکړ او سهار پای ته ورسيد .
بريد تير ماښام هغه وخت پيل سو ، چي دريو بريدګرو د هوايي ډګر دننه د بازارک په سيمه کي نظامي قول اردو نه تژدې او ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندان د کور مخي ته پر ملي اردو ډزي پيل کړي .
د والي وياند صميم خپلواک وايي چي په بريد کي دري بريدګر له منځه تللي دي ، دوه د ملي اردو سرتيري او دوه ملکي وګړي وژل سوي او د ملي اردو د يوه سرتيري په ګډون اته تنه ملکي وګړي ټپيان دي .
خو باوري سرچيني د مرګ ژوبلي شميره تر پنځوسو تنو زياته يادوي .
د بريد سيمه هغه بازار دی چي ملکي دکانداران د ضرورت وړ او خوراکي توکي پکښي خرڅوي ، چارواکي وايي چي اوس هم په سيمه کي تصفيوي عمليات روان دي .
د کندهار ولايت مقام نن سهار ټول خبريالان د سيمي ځای ته وغوښتل خو د پيښي اصلي ځای ته د تګ اجازه يي ورنه کړه .
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی دی او وايي چي ( ۱۵۰ ) تنه د ملي اردو سرتيري يي وژلي دي .