د هوايي ډګر په بريد کي ۲۴ تنه ووژل سول او دوولس ټپيان سول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65612
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2015-12-09

د کندهار سيمه ايز چارواکي خبر ورکوي چي د هوايي ډګر په نښته کي د څوارلسو بريدګرو په ګډون ۲۴ تنه ووژل سول او ۱۲ نور ټپيان سول دا ډله ايز بريد تير ماښام په هوايي ډګر کي د بازار په سيمه کي د ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندان کور ته نژدې د ملي اردو پر سرتيرو وسو . بريد د ټولي شپي تر څنګ د ورځي تر غرمي پوري هم روان وو او دواړو خواوو پر يوه او بل د سپکو او درنو وسله ډزي کولې . په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان داوودشاه وفادار خبريالانو د بريدګرو شمير تر څوارلسو زيات وښود او زياته يي کړه چي په پيښه کي د څوارلسو بريدګرو د وژلو تر څنګ اتلسو ملکي وګړو او څلور د ملي اردو سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . ( په دې پيښه کي ( ۹ ) ملکي وګړي او يو د ملي اردو سرتيری وژل سوي او ( ۹ ) ملکي وګړي او درې د ملي اردو سرتيري ټپيان سوي دي . ) جګړې تر شل ساعته زيات دوام وکړ او بريدګرو په سيمه کي ملکي کورنۍ هم يرغملي کړي وي . امنتي مسوولين د جګړې د اوږدوالي علت د امنتي ځواکونو احتياط او مرګ د ژوبلي د کمولو هڅي بولي . قوماندان وايي چي بريد يي کور ته نژدي وو او دده وژل يي هدف وه چي زيان نه دی ورته رسيدلی ، هغه خپلو ساتونکو ته هم مرګ ژوبله مني . د ملي دفاع وزارت په دې پيښه کي د ۳۷ ملکي وګړو د وژني او د يوه بريدګر د نيوني خبره هم کوي . د جګړې سيمه د ملکي کسانو هغه بازار وو چي د نړيوالو او کورنيو ځواکونو د اړتيا وړ توکي پکښي پلورل کيدل ، په سيمه کي عامو خلکو ته هم درانه مالي زيانونه اوښتي دي . د بريد په اړه د افغان ځواکونو او ولايتي ادارې تر منځ نه همږغي هغه ستونزه وه چي خبريالانو ته پر وخت او دقيق معلومات نه رسيدل . د بريد مسووليت وسله وال طالبان په غاړه اخلي دي او د بريدګرو انځورونه يي هم خپاره کړي دي . طالب ويآند قاري يوسف احمدي وايي چي تر سل زيات امنتي سرتيري يې وژلي دي .