پوښتونکئ :داود
سوال : السلام علیکم علامه ابوالفضل صاحب یوعبادت چي څوک وکړي نوددغه عبادت دقبول یانه قبول کومه علامه اونښانه وسړي ته معلومیدلای سي او که یا ؟
جواب : یوعبادت چي سړئ وکړي اوپه ده کي نوئ ، تازه ښه اثر پیدا نسي ، نو دا علامه ددې ده چي دغه عبادت یې نه دی قبول سوئ ، اوکه دده په حال کي له پخوا څخه نوئ نیک تغیر راغئ نوداعلامه دقبول ده
[ کذافی التنبیه لابی اللیث ] . والسلام ومن الله التوفيق .