نن او سل کاله وروسته ‏

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65618
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2015-12-09








رښتیا وایم عالمه نن یوډیر بې بسه
په خپل دې وطن کې یو ډیر بې وسه ‏
مشر لرو لاکن دی هغه سپین پسه ‏
امامت کوي زموږ دی ډیر بې اودسه ‏
لېوانو دهغه شاخوا جوړه کړې حلقه
ورته وایي رمې داړئ له رجې بې ترسه
‏ پوهیږو د زورواکمنو ده مزه چرچه
‏ هیڅ شی نه غواړي دنیا کې بې پیسه
نه غواړې دا کارغان پردي بې ډوله
‏ سي زموږ په سیاست کې بې خپلوسه
باچا موپه سینګاراو کالو دی اخته
دمغز دکار ساحه یې ده ډیره بې حسه
ټوله ورځ بهر وي یاچکر یا میلمه
‏ ویناوي کوي له خیټې بې اساسه
دوطن شته یې په غلو سپیره کړه
‏ وایي ښه ده رقابت کوئ بې ګوسه
له اوله پوهیدو دا بزرګان دي ډوپه ‏
زموږ میرې ز ي دي بې وسواسه
دا وطن نه جوړیږي تر هغه وخته
‏ چې ورک نسي له واکه بې ناموسه
وایي تاریخ لیکل کیږي غم مه کوه
نه چې دیوال وی بې بنیاده بې پخسه
‏ دنیا بولي خر زموږاتل اولویه کله
‏ له وطن سره مو بدکیږي بې قیاسه
جهاد دافغان دعزت نرخونه بدل کړه
د پیغلې سنګسار ته سو بې احساسه
دنیا ته دخره د سر بیه لوړه ده تر افغانه
هرچیرې بمباردوینې بې وسواسه
پوهان دلته له بیکاري وهي تانپوره
‏ درې ځایه کار کوي اصیل غله بې بسه
پوه ځوانان یویو وځي له خپله وطنه
یو د ډالري تنخواه پاس لري بل بې پاسه
دغله قدرډیریږي چې یې ختمه سي دوره
ورته زیارت جوړ یږي پر تپه بې اساسه

‏***‏
خوب وینم دی سل کاله وروسته
تلویزیون لا خاین راپیژني علامه
‏ ښار کې ځړیږي لا د غلو انځورونه
دهر یوپه نوم ده یو ښاریوه مدرسه
سل کاله اوس تیر یږي له هغه وخته
‏ ډیر باچاهان تیر سوي زوله زوله
لا تر اوسه نه دي را غلي تردې ښه
هغه چې ټول وطن یې کړ جزغاله
‏ دا څنګه ښه خلک دي توبه توبه
دچا او کومو خلکو وکړو ګوسه
اوس هم دکړوسیانو دمسعود ‏
فهیم او عبدالله په لاس کې ده پټاسه
دکابل ټوله غوڼدۍ سوي زیارتونه
له هرې غونډۍ لټیږي مرداره خړسکه
‏ دحضرت پيلان پيل صایب دکراماتو
‏ تللې تر لیرو لیرو سیمو ګنګوسه
‏ دا حضرت پیران پیر دانګیی لوړه رتبه
‏ دعام خاصو خلکو سوې ددرمان توسه
خلک ټوکران ځړوي د هریو په شناخته
قبر ته زرین پوښونه راوړي د غلو سلسله
‏ په زیارت کې حلقه ده خلک مدد غواړي
‏ ددوی په مړو لا خوار خلک کوي بروسه
‏ دا د زیارت جم وجوش دی سادګانو ته اماله
‏ دهغو یې هم دنیا خرابه کړه هم دسبا کیسه
‏***‏
له خوبه راویښ سوم ومی کړه توبه توبه
ترڅو به کارغان مزې کوي زموږ په غوښه ‏
هغه لاس وپښه تړلی انسان به خلاص نسي
چې دځان دخوښي کیدونه کړي کومه هڅه ‏
‏ ماشوم ته به هیڅکله دايي ورنه کړی شودې
که پښتون وي بیده

توسه ( سبب)،بروسه (باور)، ګنګوسه ( اوازه )، ګوسه (ګېله)‏