حالت د خپل وطن مې زړه بی شانه زوروي
د ا خپل او که پردي دي په مونږ کا ڼی غورزوي
دا خپل او که پردي دي زمونږ شتوو ته لیوني دي
زمونږ وینو ته تږي د زقومو وچ اغزي دي
بي ګناه منصور غوندي مې دار ته خیژوي
د ا خپل او که پردي دي په مونږ کا ڼی غورزوي
ګیله د چا نه و کړم د پردي او که د خپلهٔ
خپل ورور را ته دښمن شو نن مې وژني بی اجلهٔ
نو ځکه مې د پوهي مرکزونه ورا نوي
د ا خپل او که پردي دي په مونږ کا ڼی غورزوي
سپکه را ته مه ګو ره انسان یم نه حیوا ن په
تاریخ ته مې لږ وګوره افغا ن یم با ایما ن
نن تور تور پنجابیان زمونږ د مرګ پلان تړي
د ا خپل او که پردي دي په ما کا ڼی غورزوي
راویښ شۍ رابیدارشۍ افغانانو لږ هوښیار شۍ
یو بل ته غیږه ورکۍ ټول روان په یوه لار شۍ
ترڅو به سرنوشت زمونږ پردي خلک ټاکي
د ا خپل او که پردي دي په ما کا ڼی غورزوي
تر څو تعلیم ونکړو په ړوند و به یو حسا ب
چی طلب د علم نکړو په وید و به یو حسا ب
(روغوال) به بأحساسه افغانان را ویښوي
د ا خپل او که پردي دي په ما کا ڼی غورزوي