یوه چیغه یم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65622
نورمحمد غـفوري
دخبریدو نیټه : 2015-12-09

 

 

 فریاد یمه، غزل یم

د ښایست په ګلســـتان دې مســت بلبل یم  فرق یی نشته په (ماربورګ) که په (کابل) یم
عــاشقۍ کې زړه نــا زړه نه یم محبوبې  د فـــرهـاد او د مــجــنون پــه تسـلســل یــــــم
سر تـر پښو نه ډک د مینې د احساس یم   ســــرغـــندوی د عــــاشـقانـــو د محـــفل یـم
بی له تـــانه، یـم نیـــمګړی ژونـدانـه کې ســــتا تــر څـنــګه مســتغـنی یـــم، مکــمل یم
د بـــــازار د مـینې (لــــنډه کـیسه) نـه یم د رښـتیـــني محـــبـت بــــشـپړ (نــــاول) یـــم
ســتا د مینې له احــساس په زړه ډاډه یم  ســـر مې لــوړ د عـشق او مـینې یـو مودل یم
په پــردیـو مـــلکو ډیــــر یـم ګــرځیدلی  خــو پـه فکـــر او پــه خــیال د وطن خــپل یم
د نــــاکامـــو او کامــــیابـو عــاشقـــانـو  یــــوه چـــــیغه یــم، فــــریاد یـمـــه، غـزل یم
امـــتـیاز تـــه پـه آخر صف کې دریـږم  خـو چې ځــای د ســـــرښـــندنې وي، اول یم
زه د تـــیرو حادثــو په نغري پوخ شوم  نـــــوی شـــوی ځـم، پـــه لار د مسـتـقـبل یـم
د ظـــالم او کــــبرجــن او دیکتاتور نه   نـــه ویــریـږمــــــه،  د خــــدای پــه توکل یم
چې یـــادونه او فکـــرونه د حـسـین کا
(غـــفوری) د تا د خـیال د ټـټـر ګل یـم

۲۱/ ۸/ ۱۳۹۴ معادل است با  12.11.2015