ښاغلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65623
احمدجان نوزادی
دخبریدو نیټه : 2015-12-09



 دغه که ډک دی د ښاغلو نو بیا وران ولې دی
 که وطن ډک د ی د باتورو نو بیا وران ولی دی
 ښايسته ونه خدای ورکړی ښایسته ځوانی وی
 خو یا به غل یا رشوت خور یا د فساد بانی وی

 که په رښتیا وای موږ ښاغلی غلامان به نه وای
 بس د پردیو ګوډاګیان او مزدوران به نه وای
 رنګ ته یی ګوره د سړی دی خو لیوه تری ښه دی
 دداسی خلکو نه غوسی او پسه تر ښه دی

 یو غوا يیی ګوره، وو نفرو ته ډوډی ورکوی
 خو زما ښاغلو لرو ګورئ خپل وطن ورانوی
 موږ یو ښاغلی؟ نو داغله داړه ماران څوک دی
 ددی وطن د مظلومانو قاتلان څوک دی

 په خدای قسم دی شیطانان په دی ښاغلو کی دی
 قانون شکنه قاتلان په دی ښاغلو کی دی
 نړی په موږ باندی شرمیږی خو موږ نه شرميږو
 نړی زموږ ځنی پټيږی خو موږ نه شرمیږو

 په سپينو سترګو سپینه ورځ کی تور کارونه کوو
 درواغ به وایو د رښتیا خوشی چمونه کوو
 دبل حق خورو، خو بیا پنځه وخته لمونځونه کوو
 یو شیطانان خو بیا د ښو خلکو چمونه کوو

 له تانه پوښتم؟ چی ښاغلی تاسو غلو ته وایاست؟
 که یی فاسدو رشوت خورو پرګنو ته وایاست؟
 ما اوریدلی درواغجن دخدای دښمن دی ګوره
 څوک چی د خدای نه ویریږی بس پمن دی ګوره

 کاشکی زموږ ښکلی څیری زموږ سیرتوه کی وای
 کاشکی زموږ مسلمانی زموږ په کارونو کی وای
 کاشکی چی موږ حق ته حق باطل باطل بللی
 کاشکی چی زموږ سړیتوب زموږ په زړونو کی وای

 نوزادی وايي لږ دخدایه څخه و ویریږی
 په موږه نه، بس په دی دی خپل راتلونکی و رحمیږی
 کنه محشر کی کی به ښاغلی ټوله خرو غوندی وی
 اوږده غوږونه، لو لکۍ ټوله به سپو غوندی وی