د میدان وردګو والي حیات الله حیات وايي، که د سیداباد د پېښې اصلي عاملینو ته سزا ورنه کړل شي، له خپلې دندې به استعفا وکړي. نوموړی وایی تراوسه د یادې پېښې په تړاو شپږ کسان نیول شوي، چې څلور یي نیغ په نیغه داوتړیو په پېښه اودوه نور يي د خلکو په ځورونه کې لاس لري. حیات وايي یادو کسانو ته به د قانون په چوکاټ کې سزا ورکړي. د وژل شوی ماشومانو کورنۍ له حکومته د خپلو بچیانو قاتیلینو ته سزا غواړي د میدان وردګو په سید اباد ولسوالۍ کې د تېرې جمعې په ورځ د ملي اردو د یوه توغول شوي توغندي له امله ۹ ملکیان چې ماشومان هم په کې وو، ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.