د کندهار پر هوایي ډګر په پروني ډله ییز برید کې لږ تر لږه ۶۵ تنه وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65629
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-09

د کندهار امنیتي سرچینو وايي چې د دغه ولایت هوايي ډګر ته څېرمه د وسله والوطالبانو په حمله کې، چې ۲۵ ساعته یې دوام وکړ، لږترلږه ۶۵ تنه وژل شوي چې لوی اکثریت یې د ملکیانو دی. امنیتي او روغتوني سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې ۶۵ تنه وژل شوي او د هغو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت د تلفاتو شمېر ۳۷ تنه ښوولی او ویلي یې دي چې ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.