چارواکي د هوايي ډګر د پيښي په اړه د جدي پلټنو خبر ورکوي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65630
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2015-12-10

د کندهار دوولس بريدګر د هغه مزدورانو په ډله کي هوايي ډګر ته ننوتي دي چي هلته مزدوري کوي او وسلې يي دننه په هوايي ډګر کي تر لاسه کړي دي . د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي ، چي د هوايي ډګر د پيښي په اړه يي جدي پلټني پيل کړي دي او دا به روښانه کړي چي د بريد سيمي ته بريدګر چا او په څه ډول رسولي دي . نوموړی وايي د پلټنو لمړی پړاو پيل سوی دی او مهمه برخه يي دا روښانه سوې ده چي بريدګر د مزدورانو په ډله کي هوايي ډګر ته ننوتي دي او هلته يې وسله تر لاسه کړې ده . د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي هم د ولايتي ادارې له لوري د جدي پلټنو خبر ورکوي ، نوموړی ګوت څنډنه کړې ده چي په دې پيښه کي هر څوک پړ وپيژندل سي سخته قانوني سزا به وويني . وړمه شپه يوې دوولس کسيزي ډلې د هوايي ډګر د بازارک په سيمه کي د ملي اردو د چارواکو پر هستوګنځايونو نښته پيل کړه چي تر پرون مازيګره يي دوام کوی . په پيښه کي د ملي اردو لسو سرتيرو او اويا ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته چي ښڅي او ماشومان پکښي شامل دي . د پيښي په سيمه کي د ملکي خلکو کورونه او عام بازار هم دی . د بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی دی .