په ۶ میاشتو کې ۲۳ زره ټنه وچه مېوه بهر ته صادره شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65647
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-12

د رسمي شمېرو له مخې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بهر ته د پنځوس میلیونو ډالرو په ارزښت درویشت زره ټنه وچه مېوه صادره شوې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د وچې مېوې ټول سیزن نهه میاشتې وي چې د روان ۱۳۹۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر اوسه ۲۳ زره ټنه بهر ته صادره شوې ده. د دې خونې د صنایعو او صادراتو د پراختیا د برخې مسئول میر زمان پوپل وايي چې سږ کال د تېر کال په پرتله د وچې مېوې په صادراتو کې لږ زیاتوالی راغلی دی. پوپل همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، سره له دې چې سږ کال د افغانستان د تازه مېوو او سبزیجاتو حاصلات ډېر وو، خو د وچې په حاصلاتو کې دومره زیاتوالی نه دی راغلی. نوموړي زیاته کړه، چې سږ کال د سوداګرۍ او صنایعو خونې بهر ته د وچې مېوې د صادراتو لپاره اویا زره ټنه هدف ټاکلی دی. د ده د معلوماتو له مخې، تېر کال له افغانستانه څخه ټولټال ۶۰ زره ټنه وچه مېوه صادره شوې وه. د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو د پراختیا مسوول وايي چې سږ کال به افغانستان د وچې مېوې د صادراتو له درکه شاوخوا ۲۵۰ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي. هند، متحده عربي امارات، پاکستان، چین، د منځنۍ اسیا او یو شمېر اروپايي هېوادونه د افغانستان د وچې مېوې عمده مارکېټونه دي. میر زمان پوپل وايي چې سږ کال د افغانستان د ممیزو لویه برخه د منځنۍ اسیا هېوادونو او همدارنګه روسیې ته صادره شوې ده، چې یادو هېوادونو ته د ممیزو د صادراتو کلنۍ کچه ۱۲ زره ټنه کېږي. هغه همدا راز وویل چې افغاني جلغوزیو سږ کال د چین مارکېټونو ته هم لار موندلې ده خو د صادراتو په برخه کې یې د ځینو ستونزو یادونه وکړه. د افغانستان کرنیز محصولات بهرنیو مارکېټونو، په ځانګړې توګه اروپايي او امریکايي هېوادونو ته د هوا له لارې صادرېږي. د هوا له لارې له صادرات د ځمکې په پرتله ګران تمامېږي. د افغانستان د کرنیزو او نورو محصولاتو یوه لویه برخه د پاکستان له لارې هم بهر ته صادرېږي. پاکستان بیا د افغانستان محصولات له دې جملې غالۍ او وچې مېوې په خپل نوم او مارک بهر ته صادروي. افغان بڼوال او سوداګر په افغانستان کې د تازه او وچو مېوو د بسته بندۍ د معیاري مرکزونو د نشتوالي له امله اړ دي چې خپل محصولات په ارزانه بیه پاکستان ته ولېږدوي. خو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې په هېواد کې د اتو سترو سړو خونو په جوړېدو سره به د کرنیزو محصولاتو د بسته بندۍ ستونزه هواره شي. په پام کې ده چې د هېواد په اووه لویو ښارونو کې معیاري سړې خونې جوړې شي، چې په دې خونو کې به د کرنیزو محصولاتو پر ساتلو سربېره، د هغو د پروسس او بسته بندۍ اسانتیاوې هم شاملې وي. د دې سړو خونو د جوړولو کار د سږ کال په لومړیو کې پیل شو، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت په وینا په راتلونکو دوو کلونو کې به یې رغنیزې چارې بشپړې شي.