د شینوارو قومي مشران وايي حکومت د داعش په نوم زموږ په سر سودا کړې. په ختیځ ولایت ننګرهار کې د شینوارو قومي مشرانو د داعش ډلې د ورانکاریو په اړه پرون ولسي جرګې ته شکایت وکړ.
دوی ویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې داعش وسله والو په شینوارو ولسوالیو کې شاو خوا ۲۵۰ بې ګناه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې، ۲۵۰۰۰ کورنۍ یې له سیمې شړلې او شاوخوا ۱۰۰ ملکي وګړي یې له ځانه سره بندیان کړي دي.
دوی د ولسي جرګې پلاوي ته د یوې ځانګړې غونډې پر مهال وویل، چې شینواري له پاکستان سره ۲۱۰ کیلوه مټره پوله لري، چې دا مهال د داعش په جامه کې وسله وال ۵۰ کیلو متره د شینوارو خاورې ته راننوتي او خلکو ته یې د پاکستاني پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیل کړې.
قومي مشرانو ویل چې په شینوارو کې د داعش پر ضد قومي پاڅون دوی په خپله کړی او د ننګرهار په وکیلانو دې د ملېشه سازۍ ټاپې نه لګول کیږي.
دوی د پوښتنې په ډول حکومت مخاطب کړ او ویې ویل:« که زموږ پر سر مو سودا کړې وې؛ راته ووایئ چې سر ورکړو، که خاوره مو خرڅه کړې وي راته ووايئ چې کډې بار او ترکستان ته لاړ شو، که داسې نه وي شوي ولې یې پر وړاندې صادقانه جګړه نه کوئ.»
قومي مشرانو وړاندې وویل چې حکومت شاو خوا ۳۵۰۰ کسیزه قوه اچین ولسوالۍ ته د داعش د ځپلو په موخه استولې، خو یو قدم وړاندې هم نه دي تللي او ټول سرتیري په یوه سیمه کې دېره شوي دي.
قومي مشرانو ویل چې له دغو عملیاتو راضي نه دي او ډېر کله د امنیتي ځواکونو هاوان مرمۍ د عامو خلکو پر کورونو لګېدلې چې له امله یې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ولسي جرګې پلاوي ته د شینوارو یوه قومي مشر وویل:« هغه خلک د داعش په جامه کې راپاڅېدلې چې، ۴ کاله یې د حکومت تنخوا خوړلې، د قبایلي مهاجرو کارتونه ورسره و او کله کله به یې خلکو ته ځانونه د افغانستان د ملي امنیت کارکوونکي معرفي کول.»
قومي مشرانو له حکومت څخه د نا خوښۍ په څرګندولو سره وویل چې د افغانستان په ۵۰۰۰ کلن تاریخ کې دښمن د شینوارو پر دروازه رانه غی خو د ملي یووالي حکومت په لنډه موده کې یې د شینوارو پر قوم په ډېرې سپین سترګۍ برید وکړ.
د شینوارو قومي مشرانو د ولسي جرګې پلاوي ته دا هم روښانه کړه، چې که حکومت د کومې سترې موخې د ترلاسه کولو لپاره په سیمه کې د داعش پروژه پېل کړې وي، پوه دې شي، چې په ګټه یې نه ده او په وینا یې دا پروژه به یې د ننګرهار ولایت د سقوط لامل شي.
دوی ویل چې داعش وسله والو زموږ وطن نیولی او حکومت ته یې د مرغومي تر لومړۍ نېټې وخت ورکړ، چې د داعش په نوم پدیده له یادو سیمو وشړي.
د شینوارو قومي مشرانو ګواښ وکړ، که حکومت په رښتینې توګه د داعش پر ضد ونه جنګېږې دوی به په خپله په داسې کار لاس پورې کړي، چې پایلې به یې هم حکومت او هم داعش ته ناوړې وي.
دغه راز پرون په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازو ویل، چې د دغه ولایت په اچین کې د داعش او طالب وسله والو پر وړاندې عملیات ناکام دي. دوی وايي، که څه هم اچین ته ۷۵ ورځې وړاندې افغان ځواکونه تللي خو تر خپلو امنیتي پوستو یې یو متر پرمختګ هم نه دی کړی.
دوی دغه راز وویل چې له تېریو ۷۵ ورځو راپدېخوا افغان امنیتي ځواکونو په” یوه “سیمه کې پراته دي او په وینا یې خپله سرتیري هم نه پوهیږي چې د څه لپاره سیمې ته تللي دي.