په شینډنډ ولسوالۍ کې لا هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65650
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-12

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، لاهم د شینډنډ ولسوالۍ په زېرکوه سیمه کې د طالبانو تر منځ وسله واله جګړه پای ته نه ده رسیدلې. د هرات د والي ویاند احسان الله حیات وایي؛ د جګړې د ښکېلو خواوو ۶۵ تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر ټپیان دي. په همدې حال کې د ملا محمد رسول اخند په پلوۍ له طالبانو څخه د جلا شوې ډلې غړي وایي؛ د زېر کوه سیمې ډېرې برخې یې د ملا اختر منصور له افرادو پاکې کړې دي. له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې د طالبانو ترمنځ خپل منځي جګړې پیل شوي دي چې د سیمه ییزو چارواکو په خبره دغه اختلافات د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر تر مړیني وروسته د دغې ډلې د مشرتابه پرسر راپورته شوي دي.