راپورونه وایي، په سالنګ کې د مساپرو یو بس اوښتی چې له امله یې یو تن مړ شوی او شپیته نور ټپیان دي.
د پروان روغتیاپالان وايي، له پېښه ورته شپیته ټپیان ور وړل شوي چې د اووه تنو وضعیت ښه نه دی.
پېښه تېره ورځ ناوخته د سویلي سالنګ د کلینر په ګولايي سیمه کې شوې ده.
د پېښې د رامنځ ته کيدو لامل په سالنګ کې واورې او یخک په ګوته شوی دی.