د ټاپې پروژه رسما پرانیستل شوه
د ترکمنستان په سویل ختیز ښار مري کې د ټاپي پروژه په رسمي ډول پرانیستل شوه.
په دغو مراسمو کې د ترکمنستان او افغانستان ولسمشرانو، د پاکستان لومړي وزیر او د هند د مرستیال ولسمشر ګډون کړی و.
تر دغو مراسمو وروسته د ټاپي پروژې کار په رسمي ډول پیل شو او تر دریو کلونو به دوام وکړي.
د ټاپي د ګازو دغه پروژه چې ۱۰ میلیارده امریکايي ډالر ارزښت لري له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته ګاز ولیږدوي.