تر اوږده ځنډ وروسته د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان او هند د ګازو د نللیکې (TAPI) پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د انرژۍ د لېږد د دغې سترې پروژې د ساختماني کارونو د پیل د بنسټ ډبره د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني، د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف، د ترکمنستان د ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف او د هند د مرستیال ولسمشر حمید انصاري له خوا پرون د ترکمنستان په جنوب کې د افغانستان پولې ته نږدې د مروې په ښار کې کېښودل شوه.
ولسمشر اشرف غني د ټاپي پروژې د پیل مراسم یوه تاریخي پېښه وګڼله او زیاته یې کړه چې دا به د شک او تردید تاریخ ته د پای ټکی کېږدي.
ولسمشر غني زیاته کړه چې یاده پروژه به د غړو هېوادونو د اړیکو په نږدې والي کې ډېره مرسته وکړي.
هغه وویل چې په پاریس کې د اقلیم په اړه په وروستۍ غونډه کې شوو ژمنو ته په پام سره، څلور واړه هېوادونه به له ګازو څخه د انرژۍ د تولید لپاره د کاربن د مثبت کارونې لپاره اقدامات وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، ټاپي د سیمې لپاره مهمه پروژه وبلله او زیاته یې کړه چې د سیمې د مشرانو سیاسي درک دغه پروژه د عملي کېدو پړاو ته داخله کړه.
نواز شریف وویل، چې دا پروژه او دې ته ورته نورې پروژې کولی شي چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د همکاریو د پراختیا سبب شي.
هغه همدا راز د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي کوریډور او د افغانستان له لارې له قزاقستان او تاجکستان څخه د زر مېګاواټه برېښنا د لېږد (کاسا ۱۰۰۰) پروژو ته هم اشاره وکړه.
همدا راز د پرانېستې په مراسمو کې د هند مرستیال ولسمشر حمید انصاري وویل:« د زور، تاوتریخوالي او مداخلې سیاست نور باید د خلکو امنیت او اقتصادي پراختیايي پروژې ونه ګواښي. زه ډاډه یم چې موږ څلور واړه هېوادونه له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه کولای شو چې د دې ډول ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړو.»
د ټاپي پروژې ټول لګښت شاوخوا لس میلیارده ډالره اټکل شوی دی، چې د اسیا پراختیايي بانک او د امریکا متحده ایالتونو یې د مالي ملاتړ ژمنه کړې ده.
خو رویټرز خبري اژانس وايي چې تراوسه پورې د دې پروژې نهايي مالي ملاتړ کوونکی نه دی څرګند، یوازې په دوبۍ کې مېشتې کمپنۍ ډارګن اویل، چې په کسپین سمندرګي کې د ترکمنستان تېل تولیدوي، په دې پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا ښوولې ده او د روسیې ګازپروم شرکت هم غواړي چې په دې پروژه کې شریک شي.
د ترکمنستان حکومتي چارواکو پرون وویل چې د جاپاني او تُرکي کمپنیو له یوه کنشورشیم سره یې یو تفاهملیک لاسلیک کړی چې د ګالکینش د ګازو استخراج ته پراختیا ورکړي او په کابل کې یې ۹۵ میلیارد مترمکعبو ته ورسوي.
ټاکل شوې ده چې دا ۱۷۳۵ کیلومترو په اوږدوالي دغه نللیکه به تر ۲۰۱۹ میلادي کال پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې نللیکې ۷۰۰ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې تېرېږي.