ولسمشر غني له افغانستان څخه د ډیورنډ کرښې د منلو په باب خپرې شوې اوازې په کلکه رد کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65659
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-14

ښاغلي غني دا خبره پرون په یوه خبري غونډه کې د پاکستان د یوه لیک په اړه د پوښتنې په ځواب کې وکړه. ادعا کېږي په دغه لیک کې، چې لږترلږه دوې میاشتې پخوا افغانستان ته استول شوی او د ډیورند کرښې د رسمیت پېژندلو په شمول له افغانستانه یو شمېر غوښتنې شوي دي. خو ولسمشر غني په دې اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې له پاکستان سره یې نه د ډیورند په اړه خبرې کړي او نه د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې پر دې مسلې خبرې روانې دي