کندهاريان : که مو د کرکټ لوبغالي پروژه وسوځې نو کابل به تر ګريوان ونيسو .
په کندهار کي د هند هيواد له لوري هغه پروژه د له منځه تلو په حال کي ده چي پواسطه يي د ټول هيواد په کچه په دې ولايت کي د کرکټ ملي لوبغالی جوړيږي .
د پروژې د ځنډ او له منځه تلو علت د کرکټ بورډ بې کفايتې او د ملي تدارکاتو د ادارې توپيريز چلند ياديږي .
د کندهار خلک له دې امله په سخته غوسه دي او د پراخو لاريونونو ګواښ کوي .
پوره څلور کاله مخکي هندوستان هيواد افغان دولت ته په کندهار کي د کرکټ د ملي لوبغالي دپاره يو ميليون ډالره ور کړي دي خو تر اوسه لوبغالی نه دی جوړ سوی او وروستي معلومات ښيي چي پروژه د لغوه کيدو په حال کي ده .
له همدې امله د کندهار ولايتي شورا او مدني فعالان په سخته غوسه دي او په دې اړه يي نن احتجاجيه غونډه وکړه .
د ولايتي شورا غړو او مدني فعالاتو ګواښ وکړ چي که د دې پروژې د پيل مراحل ژر بشپړ نه سي پراخ لاريونونه به وکړي او په کابل کي به مسوول چارواکي تر ګريوان ونيسي .
د کندهار د کرکټ بورډ مشر مسعود رحماني د ستونزي اصلي ځای د ملي تداراکاتو اداره او د دې ادارې مشر يما ياري بولي .
نوموړی وايي ، چي د تيرو ( ۸ ) مياشتو راهيسي دا اداره کندهار ته د درواغو وعدې ورکوي او په لوی لاس دا ستره پروژه له منځه وړي ، په وينا يې چي د لوی کندهار د وکيلانو په هڅو يي څو ځله له دې ادارې سره خبري کړي دي خو مثبته پايله يې نسته او ضد و نقيص ژمني کوي .
نوموړی وايي که راتلونکي شل ورځي د دې پروژې د پيل مراحل ختم نه سي هندوستان هيواد خپلي پيسې او د افکو کمپنۍ هغه څلويښت جريبه ځمکه اخلي چي د کرکټ ميدان دپاره يي د لوی کندهار کرکټ بورډ ته ورکړې ده .
هڅه مو وکړه چي په دې اړه د ملي تداراکاتو د ادارې نظر هم واخلو خو په اړيکو نيولو ور سره ونه توانيدو .
په دې برخه کي د کابل کرکټ بورډ هم په پوره بې کفايتۍ تورن دی ، د کندهار اوسيدونکي وايي چي د څلورو کالو پر مهال د دې لوبغالي رواني ستونزي له کرکټ بورډه زيږيدلي دي .
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وضاحت د راکولو دپاره يوازې دوه ساعته وخت وغوښت خو د دوو ورځو په تيريدو سره يې بيا هم جواب ونه وايي .
د کندهار ولايتي اداره وايې چې په دې برخه کي يې هلي ځلي رواني دي او د پروژې د پيسو د بيرته پاتي کيدو په برخه کي يې د هندوستان هيواد د قنسلګرۍ سره هم خبري کړي دي چي مثبت پايله لري .
د والي وياند صميم خپلواک وايې چې د کندهار والي په دې برخه کي خورا جدي دی او په هيڅ صورت نه پريږدي چي د کندهار دا باارزښته پروژه دي د لاسه ووځي .
په کندهار کي د کرکټ لوبي د لوبغالي دپاره څلويښت جريبه ځمکه سته چي وران او غير معياري ميدان پر جوړ دی .