کندهاريان : که مو د کرکټ لوبغالي پروژه وسوځې نو کابل به تر ګريوان ونيسو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65662
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2015-12-15

په کندهار کي د هند هيواد له لوري هغه پروژه د له منځه تلو په حال کي ده چي پواسطه يي د ټول هيواد په کچه په دې ولايت کي د کرکټ ملي لوبغالی جوړيږي . د پروژې د ځنډ او له منځه تلو علت د کرکټ بورډ بې کفايتې او د ملي تدارکاتو د ادارې توپيريز چلند ياديږي . د کندهار خلک له دې امله په سخته غوسه دي او د پراخو لاريونونو ګواښ کوي . پوره څلور کاله مخکي هندوستان هيواد افغان دولت ته په کندهار کي د کرکټ د ملي لوبغالي دپاره يو ميليون ډالره ور کړي دي خو تر اوسه لوبغالی نه دی جوړ سوی او وروستي معلومات ښيي چي پروژه د لغوه کيدو په حال کي ده . له همدې امله د کندهار ولايتي شورا او مدني فعالان په سخته غوسه دي او په دې اړه يي نن احتجاجيه غونډه وکړه . د ولايتي شورا غړو او مدني فعالاتو ګواښ وکړ چي که د دې پروژې د پيل مراحل ژر بشپړ نه سي پراخ لاريونونه به وکړي او په کابل کي به مسوول چارواکي تر ګريوان ونيسي . د کندهار د کرکټ بورډ مشر مسعود رحماني د ستونزي اصلي ځای د ملي تداراکاتو اداره او د دې ادارې مشر يما ياري بولي . نوموړی وايي ، چي د تيرو ( ۸ ) مياشتو راهيسي دا اداره کندهار ته د درواغو وعدې ورکوي او په لوی لاس دا ستره پروژه له منځه وړي ، په وينا يې چي د لوی کندهار د وکيلانو په هڅو يي څو ځله له دې ادارې سره خبري کړي دي خو مثبته پايله يې نسته او ضد و نقيص ژمني کوي . نوموړی وايي که راتلونکي شل ورځي د دې پروژې د پيل مراحل ختم نه سي هندوستان هيواد خپلي پيسې او د افکو کمپنۍ هغه څلويښت جريبه ځمکه اخلي چي د کرکټ ميدان دپاره يي د لوی کندهار کرکټ بورډ ته ورکړې ده . د کرکټ بورډ مرکزي مرستيال امين الله فضلي هم ورته څرګندوني کوي او ټوله پړه د ملي تداراکاتو پر ملي اداره اړوي . نوموړی وايي چي موضوع د ولس مشر سره شريکوي او ټول شکايتونه هغه ته رسوي . خو د ملي تداراکاتو مشر يما ياري د کار د ځنډ پړه پر کرکټ بورډ ور اړوي او وايې ، چي د کرکټ بورډ څخه يې دوې اونۍ مخکي يو پيشنهياد غوښتی دی خو تر اوسه يي نه دی ور ليږلی . ياري وايې چي په خپله اداره کي يې هيڅ کار نه دی بند او کرکټ بورډ ناغيړي کوي، نوموړی ټينګار کوي که کرکټ بورډ وغواړي دوی يې ډير ژر منظورولای سي . د کندهار ولايتي اداره وايې چې په دې برخه کي يې هلي ځلي رواني دي او د پروژې د پيسو د بيرته پاتي کيدو په برخه کي يې د هندوستان هيواد د قنسلګرۍ سره هم خبري کړي دي چي مثبت پايله لري . د والي وياند صميم خپلواک وايې چې د کندهار والي په دې برخه کي خورا جدي دی او په هيڅ صورت نه پريږدي چي د کندهار دا باارزښته پروژه دي د لاسه ووځي . په کندهار کي د کرکټ لوبي د لوبغالي دپاره څلويښت جريبه ځمکه سته چي وران او غير معياري ميدان پر جوړ دی .