عبدالرحيم ايوبي : د کرکټ لوبغالي دپاره مو جدي هڅي پيل کړي دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65663
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2015-12-15

په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازی عبدالرحيم ايوبي وايې چي د هند هيواد په مرسته د جوړيدونکي لوبغالي د ژر منظورۍ دپاره يې جدي هڅي پيل کړي دي خو ستونزه د ملي تدارکاتو په اداره کي بولي . نوموړی وايې ، چي دا پروژه مهمه ده او د کندهار دپاره حياتي ارزښت لري او په هر ډول چي وي دوی به ېې د لاسه نه ورکوي . نوموړی وايې چي په څو څو ځله د ملي تدارکاتو ادارې ته ورغلی دی خو د ادارې مشر يما ياري ستونزي پيښوي او بې ځايه بهاني کوي . خو د ملي تدارکاتو اداره او کرکټ بورډ د ستونزو مسووليت يو پر بل ور اړوي .