یو شمېر حقوقپوهان د دې تر څنګ چې د هېواد په یو شمېر سيمو کې د بهرنیو ځواکونو عملیات د شته امنیتي تړون د ماتېدو په معنا بولي، دغه راز دغه کار د افغانستان ملي حاکمیت او شته قوانینو ته سپکاوی هم بولي.
خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، بهرنیو ځواکونو په کومه سیمه کې خپلسري عملیات نه دي کړي، بلکې یوازې په هوايي برخه کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او په نورو برخو کې مشورتي رول لري.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې بهرنیو ځواکونو پر خپل سر ځانګړي عملیات کړي او خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
څو ورځې وړاندې کابل نیوز له زابل څخه داسې راپور خپور کړ چې هلته بهرنیو ځواکونو خپلسري عملیات کړي او خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
تېره ورځ سرنوشت ورځپاڼې ته د غزني د ده یک ولسوالۍ خلکو ویلي چې وړمه شپه بهرنیو ځواکونو په شېر کلي کې پر یوه مدرسه بیا عملیات کړي او د یوه ملا امام په ګډون یې څو کسان وژلي دي.
د ده یک ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي محمدخان وايي چې د دوی د معلوماتو له مخې، په شېر کلي کې چې کوم چا عمليات وکړل، هېڅ افغان نه وو په کې، یوازې بهرنیانو دغه کار کړی دی.
د غزني د والي مرستیال عبدالعلي احمدي بیا وايي چې دغه عملیات افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډه کړي او وژل شوي کسان خطرناک طالبان وو.
ده سرنوشت ته وویل چې وژل شوي کسان نهه خطرناک طالبان دي چې په سیمه کې ټول بریدونه یې پلانول او بهرنیو ځواکونو له افغان ځواکونو سره په ګډه په نښه کړي دي.
د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ اوسېدونکو هم څو ورځې وړاندې سرنوشت ته ویلي وو چې په دوربابا کې په هرو څو ورځو کې بهرني ځواکونه عملیات کوي.
حقوقي کارپوه عبدالشکور دادرس وايي، د هېواد په ځينو سیمو کې شوي عملیات د افغانستان او امریکا ترمنځ له شوي امنیتي تړون څخه ښکاره سرغړونه او د افغانستان ملي حاکمیت ته سپکاوی دی.
نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، بهرنیو ځواکونو پخوا هم د افغانستان قوانین مات کړي او ښودلې یې ده چې هغوی په هېڅ ډول نړیوالو قوانینو ته هم ژمن نه دي، چې په کندوز کې د یو روغتون بمبارول یې تر امنیتي تړون وروسته ښه بېلګه ده.
دی وايي، د افغانستان او امریکا او افغانستان او ناټو تر منځ د شوو امنیتي تړونونو له مخې بهرني ځواکونو یوازې په دوو حالتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو مرسته کولی شي؛ خو یوازې عملیات په هېڅ صورت نه شي کولی.
دی دغه دوه حالات یو پر افغانستان د کوم بهرني هېواد تېری یا هم د افغانستان د حکومت په غوښتنه په کور دننه کې له افغان ځواکونو سره ګډ کار بولي.
د دادرس په وینا، چېرې چې د مرستې اړتیا وي، هلته بهرنیان ځان هم نه پوه کوي، لکه څنګه چې د پاکستان د لاسوهنو پر وړاندې چوپ دی؛ خو چېرې چې اړتیا نه وي، بیا خپلسري عملیات او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي.
نوموړی د افغانستان له امنیت شورا غواړي چې په افغانستان کې د بهرنیانو کړنې د امنیتي تړونونو په چوکاټ کې راولي او یا هم په دې اړه شکایت وکړي چې نړیوال شوو تړونونو ته ژمن نه دي.
په ښارونو کې د بهرنیانو ګرځېدل راګرځېدل بله هغه ستونزه ده چې دادرس یې د بهرنیانو له لوري تړون ماتونه بولي.
خو د ملي دفاع وزارت وايي چې بهرني ځواکونه اوس خپلسري عملیات نه کوي، بلکې یوازې په هوايي برخه کې د افغان ځواکونو مرسته کوي او په نورو برخو کې مشورتي رول لري.
د وزارت ویاند دولت وزیري سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، کله چې اړتیا شي، بهرني ځواکونه زموږ د قوتونو هوايي مرسته کوي؛ خو اهداف موږ ورته ټاکو.
دی وايي، د شوو تړونونو له مخې، بهرنیو ځواکونو تر اوسه داسې عملیات نه دي کړي چې افغان ځواکونه نه وي پر خبر شوي.
د وزیري په خبره، د ډرون او نورو هوايي بریدونو لپاره اهداف افغان ځواکونه ټاکي؛ خو وايي چې په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو د روغتون په څېر د پېښو د نه تکرار لپاره د ګډو ځواکونو د همغږۍ په مرکز کې پر هر برید پوره غور کېږي.
نیوکه دا ده چې بهرنیان له کرښې پورې غاړې د ترهګرو د راتګ پر مهال هغوی نه په نښه کوي؛ خو دولت وزیري وايي که افغان ځواکونه ورته ووايي بهرنیان دغه ډول بریدونو ته چمتو دي.