د ملګرو ملتونو وروستی راپور چې په نړۍ کې د بشري پراختیا او اقتصادي وضعیت په اړه چمتو او تازه خپور شوی دی، ښيي چې افغانستان د اسیا په لویه وچه کې تر ټولو وروسته پاتې هېواد دی.
د بشري پراختیا په اړه دغه کلنی راپور د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «UNDP» له خوا چمتو او وړمه ورځ خپور شو.
په دغه راپور کې روغتیا، ښوونه او روزنه، کار، د سړي سر کلنی عاید او سیاسي- مدني ازادي؛ د انساني پراختیا د مهمو شاخصونو په توګه څېړل شوي دي.
په دې څېړنه کې د نړۍ ۱۸۸ هېوادونه شامل دي چې پر څلورو کټګوریو وېشل شوي دي.
افغانستان د وروسته پاتې هېوادونو په ډلبندۍ کې راځي او د ټولو ۱۸۸ هېوادونو ترمنځ ۱۷۱ ځای لري.
د ملګرو ملتونو دغه راپور څرګندوي چې افغانستان د اسیا په لویه وچه کې د انساني پراختیا له اړخه تر ټولو وروسته پاتې هېواد دی.
تر افغانستان وروسته ۱۷ نور هېوادونه چې د وروسته پاتې هېوادونو په ډله کې راځي، د افریقا په لویه وچه کې موقعیت لري.
پاکستان د لږو پرمختیايي هېوادونو په ډله کې راځي او د ټولو ۱۸۸ هېوادونو ترمنځ ۱۴۷ ځای لري.
ایران، چین او تاجکستان د پرمختللو هېوادونو په ډله کې راځي، چې هر یو په نوبت د نړۍ د ټولو هېوادونو د نوملړ په ۷۰، ۴۰ او ۶۹ ځای کې قرار لري.
اروپايي هېواد ناروې د ډېرو پرمختللو هېوادونو د ډلې د نوملړ په سر کې ځای لري. دغه راز اسټرالیا، سویس او هالند په ترتیب سره د نوملړ په دویم، درېیم او څلورم ځای کې قرار لري.
افریقايي هېوادونه (نایجیریا، د مرکزي افریقا جمهوریت او ایریتریا) د نوملړ په وروستۍ برخې کې دي.
په نړۍ کې د بشري پراختیا په سږني راپور کې افغانستان د تېر کال په پرتله دوې درجې پورته تللی دی. افغانستان د تېر کال په ورته راپور کې د نړۍ د ۱۸۸ هېوادونو ترمنځ ۱۶۹ مقام درلود.
په افغانستان په وروستیو دوو کلونو کې اقتصادي، امنیتي او سیاسي وضعیت کړکېچن شوی دی.
د بشري پراختیا بهیر په امنیت، ثبات او ښه اقتصاد پورې تړلی دی، چې له بده مرغه افغانستان په دې برخه کې له سختو ننګونو سره مخ دی.
د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه ټکني او امنیتي ستونزې ډېرې شوې دي.
که په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شي، د پراختیايي پروژو او ښې حکومتولۍ په رامنځته کېدو سره اوسنی وضعیت بدلېدلی شي.
فقر او بېوزلي، د نا امنیو او جرمونو له ډېروالي سره نېغه اړیکه لري او د اقتصاد وزارت راپور ښيي چې سږ کال په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ۳۸ سلنې ته لوړه شوې ده.
په داسې حال کې چې ادعا کېږي په تېرو څوارلسو کلونو کې په افغانستان کې په ملکي او پوځي برخو کې تر سلو میلیارده ډالرو ډېره بهرنۍ مرسته مصرف شوې ده، خو په افغانستان کې یې د بېوزلۍ په را کمولو کې هېڅ مرسته نه ده کړې.
د دې پیسو یوه برخه د فساد ښکار شوه او یوه برخه یې هم په غیر متوازنه توګه په ښارونو کې ولګول شوه چې دغه کار په لرې پرتو سیمو کې لوږه او بېوزلي زیاته کړه.