په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې د د داعش وسله وال هڅه کوي چې د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د سیمې لپاره خپل مرکز جوړ کړي. جنرال جان کېمبل له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي له سوریې او عراق څخه بهرني سختدریځي په ننګرهار کې له خپلو پلویانو سره یوځای شوي دي. کېمبل زیاته کړې چې په افغانستان کې د داعش ډلې پلویان همداراز هلې ځلې کوي چې په عراق او سوریه کې د دې ډلې له مشرتابه سره اړیکې ټینګې کړي.ده د هغو بهرنیو وسله والو چې په ننګرهار کې د داعش له افغان غړو سره یوځای شوي، د شمېر په اړه څه ونه ویل.