د امریکا د متحده ایالاتو د لاس انجلس ښوونځي د امنیتي ګواښ له کبله تړل شوي دي. د دغه ښار زر ښوونځي پرون وروسته له دې وتړل شول چې د یوه ښوونځي مشر د برېښنالیک له لارې خبرداری ترلاسه کړی. په دې سره داسې ویره رامنځته شوه چې ښایي د سن برنارډینو San Bernardino برید ته ورته یو بل خونړی برید وشي. ویل کیږي په ټول لاس انجلس کې زر ښوونځي تړل شوي چې تر ۶۴۰ زره ډیر زده کوونکي ورتلل. چارواکي تر اوسه د دې ګواښ په اړه ډیر څه نه وایي ځکه تراوسه دا موضوع تر ارزونې لاندې ده.