نظر پوښتنه: د امریکا مرستندویې پروژې په افغانستان کې له طالبانو د خلکو د ملاتړ سبب شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65670
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-16

یوه تازه نظر پوښتنه ښيي چې په افغانستان کې د امریکا مرستندویې پروژې له حکومت څخه د خلکو د ملاتړ پر ځای له طالبانو د خلکو د ملاتړ سبب شوې دي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې هغه پروژې چې د امریکا د پراختیايي ادارې د ثبات د پروګرام له لارې له افغان حکومت او امریکا څخه د خلکو د ملاتړ په موخه پلې شوې، پایله یې برعکس ده. ورځپاڼې د یوه بنسټ د راپور له قوله چې د امریکا پراختیايي ادارې ته یې چمتو کړی ویلي چې دغه ډول پروژو د حکومت پر ځای له طالبانو د خلکو ملاتړ زیات کړی، ځکه په ډېری هغو سیمو کې چې طالبان واکمن دي د دوی له اجازه پرته پروژې نه شي پلي کېدای. سرچینې ویلي له همدې کبله افغانان طالبانو ته د امریکا د مرستندویو پروژو د کلۍ په سترګه ګوري.