د ناټو عمومي سرمنشي مرستيال کابل ته د خپل سفر پر مهال له ځينو لوړپوړو افغان چارواکو سره د ليدنې پر مهال ويلي، دغه سازمان له افغانستان څخه دوامداره ملاتړ ته ژمن دى.د شمالي اتلانتيک د تړون سازمان د عمومي سرمنشي عملياتي مرستيال پاتريک تورنر، پرون په جلا-جلا ناستو کې د بهرنيو چارو له وزير او د هېواد د ملي امنيت له سلاکار سره کتلي دي.د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې صلاح الدين رباني د ناټو له ياد چارواکي سره د ناستې پر مهال د افغانستان لپاره په بروکسل کې د دغه سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو وروستۍ غونډه له لاسته راوړنو ډکه وبلله.د بهرنيو چارو وزير د راتلونکي کال تر پايه پورې په افغانستان کې د ناټو له پرېکنده ملاتړ ماموريت غځول او تر راتلونکو پنځو کلونو پورې له افغان ملي، امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د نړيوالې ټولنې د مالي ملاتړ د راجلبولو لپاره د ناټو د هڅو ژمنه او افغانستان کې د دوى د شتون لپاره د پروګرام له جوړونې مننه وکړه.پاتريک تورنر هم له افغانستان سره د دوامداره ګډون لپاره د ناټو پر ژمنو د ټينګار او له افغان ملي، امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل، دغه سازمان به له افغانستان سره يو ځاى هڅه وکړي، څو د پولنډ په پلازمېنه وارسا ښار کې د ناټو سازمان د مشرانو راتلونکې غونډه د افغانستان لپاره د پام وړ لاسته راوړنې ولري.د هېواد د ملي امنيت سلاکار دفتر هم ويلي، د ناټو عملياتي مرستيال له محمد حنيف اتمر سره د ليدو پر مهال د پرېکنده ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې د ناټو ځواکونو د فعاليت دوام د څرنګوالي په اړه له ٢٠١٦ زېږديز کال وروسته د دغه سازمان د ژمنو او د هغه عملي چوکاټ په اړه خبرې اترې کړې دي.