سیاسي او جهادي څېرو د افغانستان د حراست او ثبات شورا جوړه کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65678
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-18

ځينې جهادي څېرو، د ملي شورا غړو او پخوانيو دولتي چارواکو، د امنيت او ثبات د ټينګښت او له شته ستونزو سره د مبارزې په موخه د "حراست او ثبات" په نوم شورا جوړه کړه. د دې شورا لومړۍ غونډه پرون د سلګونو تنو په ګډون په کابل کې جوړه شوه. د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند او د دعوت اسلامي ګوند مشر عبدرب الرسول سياف، د اقتصاد پخوانى وزير او د حزب اسلامي افغانستان مشر عبدالهادي ارغنديوال، د افغانستان نوين ګوند مشر او د ولسمشر پخوانى مرستيال محمديونس قانوني، د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، د مشرانو جرګې مشرعبدالهادي مسليمار، د اوبو او برېښنا پخوانى وزير او جهادي قوماندان محمد اسماعيل، د ملي دفاع پخوانى وزير بسم الله خان، د کورنيو چارو پخوانى وزير محمدعمر داوودزى او د انسجام ملى ګوند د رهبرۍ شورا مشر صادق مدبر د يادې شورا له غړو څخه دي. عبدرب الرسول سياف په پرونۍ غونډه کې وويل چې د داسې يوې شورا جوړښت ته اړتيا وه. هغه وايي:«موږ د اوسني وضعيت په ليدو سره د ګناه احساس وکړ چې ولې لاس تر زنې ورته ناست يو او ننداره يې کوو، له همدې امله له نورو مشرانو سره کېناستو او د دې شورا د جوړښت اقدام مو وکړ.» هغه هيله څرګنده کړه چې دغه شورا د افغانستان خلک له بدبختيو او اقتصادي، امنيتي او ټولنيزې بې ثباتۍ وژغوري. سياف وويل چې دوى له اساسي قانون سره سم د لويې جرګې د جوړښت، ټاکنيز نظام د اصلاح، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو او په امنيتي، اقتصادي او نورو برخو کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي. هغه وويل چې که د اوسني وضعيت د ښه والي لپاره اړين اقدامات ونه شي، نو وضعيت به داسې شي چې کنټرول به يې له توان نه ووځي. سياف وايي که دولت د وضعيت د ښه والي لپاره کوم پلان لري، نو دوى يې ملاتړکوي. هغه وايي، ياد شورا د دې لپاره نه ده جوړه شوې چې غړي يې له لارې ځانونه قدرت ته ورسوي، بلکې د ملت رنځ هغوى دې ته اړه کړي چې يو څه وکړي. دى وايي چې امنيتي ځواکونه هره ورځ قرباني ورکوي، خو ستړي شوي او بايد زمينه باربره شي چې ولس او جهادي ځواکونه له هېواد څخه په مبارزه کې د هغوى ملګرتيا وکړي. استاد سياف وايي، سوله غواړي خو د سولې د خبرو لپاره اړينه ده چې د نزاع لوري او موضوع څرګنده شي. هغه وايي، تر اوسه د نزاع لوري څرګند نه دي او معلومه نه ده چې د نزاع لورى پاکستان دى،که القاعده او يا هم طالبان. دغه راز دى وايي چې د نزاع موضوع هم څرګنده نه ده. د ده په وينا، که طالبان او داعش وايي چې نزاع د اسلام پر سر ده نو اسلام خو د هغوى لخوا بدنام شوى ځکه چې هغوى آن له شپږ کلن ماشوم څخه سر پرې کوي او خلک پر ماينونه الوځوي او وژني يې. هغه زياته کړه:« دلته د اسلام او کفر جګړه نه ده، د ازاد ملت پر وړاندې د اجرتي قاتلانو جګړه ده.» سياف وايي که له پاکستان سره معامله وي، نو دا هم بايد څرګنده شي ځکه چې د سولې لپاره هر ډول هڅې تر هغې پايلې ته نه رسي چې د نزاع موضوع څرګنده نه وي. هغه وايي، ياده شورا داسې سوله غواړي چې ملي حاکميت او د يو واحد ملت په توګه د افغانانو يوالى په کې نغښتى وي. محمديونس قانوني وويل:« موږ د افغانستان د بقا او برخليک په اړه اندېښنه لرو، زه خپله د افغانستان د تباهۍ غږ په غوږونو او هوش سره اورم.» هغه پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ويې ويل چې په ګاونډي هېواد کې داسې دسيسې روانې دي چې افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدل کړي. د هغه په وينا، ډېر ترهګر چې په منځني ختيځ کې بوخت وو، اوس په ګاونډيو هېوادونو کې راټول شوي او هوډ لري چې د پسرلي په رارسېدو سره افغانستان د تباهۍ پر لور بوځي. قانوني وايي چې نويړاله ترهګري، سازمان، رهبري او د تمويل سرچينې لري خو مرکز نه لري،نوځکه د ترهګرۍ ملاتړې کړۍ غواړي چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرۍ پر مرکز بدل کړي. هغه وايي، چې دا کوم کوچنۍ هوډ نه دى او د حراست او ثبات شورا په دې اړه د تبليغ قصد هم نه لري، خو بايد حقايق له خلکو سره شريک شي. خو قانوني وايي چې د دې ستونزې د حل لار شته خو په دې شرط چې د علماوو، ځوانانو، د مدني ټولنې د بنسټونو او دولت تر منځ اجماع او توافق شتون ولري. دى وايي، چې ياده شورا هم د دې لپاره جوړه شوې چې افغانستان له تباهۍ وژغوري. ده وويل چې اصلاحي هڅې د دې شورا تګلاره ده او دغه شورا د نظام د تخريب پلان نه لري. د حزب اسلامي مشر عبدالهادي ارغنديوال وويل:« خوښ يم چې ډېر شمېر مشران د هېواد د ښې راتلونکې لپاره سره راټول شوي دي.» هغه د هېواد له ټولو مشرانو وغوښتل چې اختلافونه يوې خوا ته کړي، د هېواد د ښې راتلونکې په فکر کې شي او له ستونزو د هېواد د ايستلو لپاره حل لارې ولټوي. هغه زياته کړه:« د هېواد اوسنى وضعيت له موږ څخه غواړي چې هر ډول اختلافونه يوې خوا ته کړو او د ملي مسايلو په فکر کې شو، دا د ټولو افغانانو په تېره بيا مشرانو ملي او ديني مسووليت دى.» ارغنديوال وايي چې د فساد او نفاق پر وړاندې بايد سخته مبارزه وشي او ملي او اسلامي ارزښتونه وساتل شي. ده د افغانستان پر وړاندې د بهرنيو دسيسو په اړه د قانوني څرګندونوته په اشارې وويل:« نه پرېږدو چې د نور هېوادونه خپلو شومو موخو ته ورسيږي.» دى وايي چې ياده شورا د خپلو ژمنو عملي کولو ته ژمنه ده. هغه زياته کړه:« نه موږ په فساد کې ملوث کېږو او نه بل چا ته اجازه ورکوو چې فساد وکړي... که دا تعهدات ونه لرو، زه ستاسو په مخ کې اعلان کوم چې د شورا غړى به نه وم.» د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د يادې شورا موخې څرګندې کړي. هغه وويل چې له ملي وياړونو او ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه، ټولنيز او اقتصادي ثبات رامنځته کول، د امنيت او تل پاتې سولې ټينګښت، له فساد، بې اتفاقۍ، ترورېزم، اداري فساد او نشه يي توکو سره مبارزه، د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتنه او په هېواد کې له ټولوشته ستونزو سره مبارزه د دې شورا له موخو څخه دي.