د ۱۳۹۳ کال د سلواغی ۲۶ نیټه د ملی وحدت حکومت ظاهرا پدی موخه چی په هلمند کی سیمی له وسله والو مخالیفینو خلاصی کړی په افغانستان کی تر ټولو ستر پوځی عملیات د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز د ارکان رئیس ډګر جنرال عبدالخالق په مشری چی په ځواکونو کی د ملی دفاع وزارت، د کابل د ١١١ پلی فرقې، د لویدیځ زون د ٢٠٧ ظفر قول اردو، د سویلی حوزې د ٢٠۵ اتل قول اردو، د هلمند د ٢١۵ میوند قول اردو او همدا راز نور ځانګړی او کمانډو سرتېری ګډون درلود او تعداد یی څلورزره افغان ځواکونو ته رسیده پداسی حال کی پیل کړل چی د هلمند هوا د پخوانیو استعمال سویو باروتو څخه لا نه وه تصفیه سوی او یو ځل بیا د هلمند پر زخمی زخمی ټټر له هر لوری وارونه پیل سول، طالبان، داعش او د نړی هر منحوسه ډله چی عرض اندام کوی بیا یی ښکار د هلمند پراخه زرغونه سیمه سی. د دی عملیاتو په ترڅ کی فکر کوم د ذوالفقار د عملیاتو عمومی قومندان ډګرجنرال عبدالخالق صاحب خوب ولید او بیا سهار یی رسنیو ته خپل خوب داسی بیان کړ( موږ به پر داسی سیمو عملیات وکړو، چی تر اوسه د ناټو ځواکونو هم نه وی تصفیه کړی او دا عملیات د هلمند په شمال کی تر کجرانه او له جنوبه به تر دیشو او بهرامچی ختیځ ته به تر غورکه او لویدیځ پلوه به د فراه تر بکوا او ګلستانه ورسیږی).
د ذوالفقار عملیاتو دوه میاشتی دوام وکړ او په پایله کی یی ډيری وینی وبهیدلی، رسنیو د ډګرجنرال عبدالخالق له قوله ویلی وو چی ۹۳ امنیتی ځواکونه شهیدان او تر ۴۰۰ زیات وسله وال مخالفین ووژل سول او د هلمند د وخت د امنیه قومندان نبی جان ملاخیل له قوله ۲۰۰ میله سپکی او درنی وسلی نیولی او تر ۱۲۰۰ زیات ماینونه او د ماینونو فابریکی یی له مینځه وړی، د ملی دفاع وزارت یو ویندوی وال سټریټ ژورنال ته ویلی وو چی (د دښمن د ملا تیر په سنګین کی مات سو)، خو همدی وال سټریټ ژورنال بیا د خلګو له قوله لیکلی وو چی افغان ځواکونه د سیمی څخه ژر وتلی او دی سیمی ته بیرته هغه طالبان چی تښتیدلی وه راغلی دی. که څه هم دولتی مسولینو د ذوالفقار مراسم په شاندراه مراسمو ولمانځل د نورالحق علمومی تر څنګ لوړ پوړو جنرالانو چی پر اوږو یی نور د ستورو او پر سینه یی د مډالونو لپاره ځای نه وو پاته ګډون وکړ او دا یی ستره بریا یاده کړه پداسی حال کی چی هغه مهال خلګو علنی ادعاووی وکړی چی ددی عملیاتو په ترڅ کی بازارونه تباه او کورنه یی زمین بوس سول او سخت مالی زیانو ور واوښتل، چی دا په پرنسپ کی د منلو وړ خبره ده چی د جنګ پایله تباهی ده خو د خلګو دی ادعاوو د څیړلو لپاره کوم لازم اقدامات ندی سوی که سوی هم وی پایلی یی لږ تر لږه ولس ته په لاس ندی ورکړل سوی، په هغه وخت کی د هلمند مدنی ټولنو او مدنی فعالانو ادعاوی کړی وی چی د جنګ له کبله ۱۵۰۰ کورنی بیځایه سوی چی دا هم په خپل ذات کی یو ستر انسانی ناورین وو چی طالبانو او نه څیړل سوی احساساتی جګړی راپه برخه کړ.
اوس دادی د ذوالفقار عملیاتو د چارواکو په وینا د بریالی پای ته رسیدو! څخه کال لا ندی وتلی چی د دښمن د ملاتیر مات نه بلکه لا قوی وخوت وسله والو غولول سوی مخالفینو جګړه د هلمند د شمال څخه نیولی تر جنوب پوری وغځوله د خانشین ولسوالی یی ونیوله، ګرمسیر، سنګین، واشیر، موسی کلا، نهرسراج، مارجه او د لښکرګاه په مربوطاتو کی مرګونی جګړی روانی دی ولس تباه، مکتوبونه یی تر ډیره تړلی، د پرمختګ څخه شاته پاته او هره ورځ خپل د عزیزانو جنازی پورته کوی خو د پوښتنی څوک یی نسته.
په ارګ او امنیت شورا کی نسته څوک چی د ذوالفقار د عملیاتو مشری کونکو چی ښایی میلیارډونه افغانی یی پدی عملیاتو لګولی وی او ۹۳ تنه امنیتی ځواکونه شهیدان خو پایله یی څه سوه یوه وړه پوښتنه وکړی؟ اشرف غنی خو ویلی وو چی هیڅ افغان له بل افغان څخه برتر ندی او هیڅ افغان له بل افغان څخه کم ندی نو ایا د هلمندیانو وینی سری ندی؟ موږ ټول قومونو ته په احترام خو د ملی وحدت مشرانو که دا عملیات په بل ولایت کی سوی وای او پایله یی د هلمند په شان وای نو ایا ارګ به یی درڅخه نه وای نیولی؟
د هلمند اقتصادی او ستراتیژیک اهمیت ته په کتلو سره په ډاډ سره ویلای سم چی دا موضوع د محلی چارواکو له وسه لوړه خبره ده چی هلمند امن کړی، هلمند د یو والی او قومندان یا نورو ولایتی چارواکو په ادلون بدلون سره نه امن کیږی، دا چاره ډیره تکرار سوه ډیر مقامات بدل سول مګر هلمند امن نه سو نو څوک چی مقامات دی هغوی دی پر خپل ځای وی خو دا د افغانستان د اوله درجه رهبری کار دی چی د هلمند حالات په ژوره توګه مطالعه او د ولس سره په مشوره د هلمند په اړه منظم پلان جوړ او د تطبیق لپاره یی پوره امکانات پیدا او د عمل میدان ته را ودانګی.