معلومات ښيي چې له افغانستانه د قیمتي ډبرو په قاچاق کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف زوی لاس لري.
سرنوشت ورځپاڼې ته رسېدلي معلومات ښيي چې له هرات څخه پاکستان ته قاچاق کېدونکې رخام ډبرې د نواز شریف زوی په ټیټه بیه له قاچاق وړونکو اخلي او بیا یې پر نړیوالو په لوړ قیمت پلوري.
پر دې سربېره په دې وروستیو کې له ننګرهار، کونړ، د وردګو له بهسودو او بامیانو څخه د نفرایت په نوم یوه ډبره استخراجېږي او په غیر قانوني توګه پاکستان ته وړل کېږي.
دغه قیمتي ډبره ډېر مقاومت لري او ویل کېږي چې د وسلو په جوړولو کې کار ترې اخیستل کېږي.
سرنوشت ته په رسېدلو معلوماتو کې دا هم ویل شوي چې د دې ډبرې اصلي مشتري د پاکستان پوځ دی.
له پکتیا او پکتیکا څخه بیا د « انتي ماني» په نوم یو ډول ډبره پاکستان ته قاچاق کېږي او په دغه کاروبار کې هم د پاکستان پوځ ښکېل دی.
سره له دې چې ولسمشر اشرف غني هرات ته د سفر پر مهال د ناپروسس شویو قیمتي ډبرو پر قاچاق بندیز لګلوی و؛ خو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې رخام د هرات له چشت شریف څخه قاچاقېږي، پاکستان ته وړل کېږي چې بیا یې په ډېر ټيټ قیمت د نوازشریف زوی اخلي او په لوړ قیمت یې پر نړیوالو سوداګرو پلوري.
پر نورو کانونو سربېره د ډبرو سکرو د کانونو په استخراج کې هم پراخ فساد روان دی.
د هرات د کشک، د سمنګانو د ګرمک، نهرین او غور ولایت له کانونو استخراجېدونکي د ډبرو سکاره هم پاکستان ته قاچاق کېږي.
سرنوشت ته د رسېدلو معلوماتو له مخې تېر کال یوازې یوه ګروپ له دغه کاروباره د قراردادونو نه علاوه په قانوني توګه ۹۰ ميلیونه ډالره ترلاسه کړي وو.
د کانو او پټرولیم وزیر داوود شاه سبا وايي همدا اوس د هېواد په لس زره نقطو کې د کانونو غیرقانوني کېندنې روانې دي.
د بدخشان د لاجورد کان د یوې سیاسي ـ جنګي مافیایي کړۍ په لاس کې دی او طالبان هم ګټه ترې اخلي.
د کابل د کوه صافي د کرومایټ ډبرو کان په غیر قانوني توګه استخراجېږي، تېر کال یې ۱۸ تنه د مخالفو ډلو ترمنځ وژل شوي دي.
د وړو کانونو د استخراج په قرارادادونو کې دولتي چارواکي زیات رشوتونه اخلي، مثلاً د اندخوی د مالګې د کان د قرارداد د نوي کولو په بدل کې تېر کال یوه دولتي چارواکي سل زره ډالره رشوت واخیست.
د هېواد کانونه په بې رحمۍ د لوټ او تالان په حال کې دي چې تر ډېره په کې پخواني او اوسني وزیران، وکیلان، زورواکي او نور چارواکي ښکېل دي.
پر افغانستان له تپل شوې جګړې سره نه یوازې د خلکو ژوند، فزیکي او رواني امنیت له زیاتو ګواښونو سره مخ شول، بلکې د دغه هېواد مادي شتمنۍ هم د لوټ کېدو په حال کې دي. له دغو شتمنیو څخه کانونه هم دي چې په ډېره ظالمانه او غیر مسلکي بڼه را ايستل کېږي او بیا بهر ته قاچاق کېږي.
د دغو غیر قانوني او غیر مسلکي کيندنو او قاچاق ګټه د ګوتو په شمېر څو تنو جېبونو ته ځي. په ګاونډیو هېوادونو کې هم یو کم شمېر حریص چارواکي زموږ له چاروکو او قاچاقبرو سره په دغه ناروا کار کې شریکان دي.