د والي مرستیال: هلمند د سقوط په حال کې دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65692
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-20

د هلمند مرستيال والي ولسمشر ته په يوه پرانيستي ليک کې د دغه ولايت له نا امنيو پرده پورته کړې او وايي چې په تېرو څو ورځو کې نږدې ١٠٠ سرتېري د بې غورۍ له امله وژل شوي دي. مرستيال والي محمد جان رسوليار د ولسمشر اشرف غني په نوم دغه پرانيستى ليک د لېندۍ په ٢٨مه په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې خپره کړې ده. هغه ولسمشر مخاطب کړی او ورته ویلي یې دي:« پوهېږم چې ډېر بوخت يې، اتلس ساعته کار کوې، د طالب ترهګرو څخه نيولې د کورنيو سياسي چوکۍ غوښتونکو مخالفينو او بهرنيو جنجالو سره لاس اوګرېوان يې، خو څه وکړم؛ ځکه چې وروستۍ چيغه مو تر تاسو پورې ده، پوهېږم چې تاسو غوسه هم کوئ، خو چاره نشته؛ ځکه مې په ټولنيزه شبکه کې دغه ليک خپور کړ، د يوه افغان او مسئول شخص په توګه د خپل مسووليت له مخې خپل وروستۍ غږ تر تاسو رسول غواړم.» رسوليار ليکلي چې هلمند د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی او د ولسمشر راتګ ته سخته اړتيا ليدل کېږي. هغه ليکلي:«د لېندۍ په ٢٧مه شپه په دوو ولسواليو (ګرشک او سنګين) کې تر ۹۰ پورې ځوانانو تلفات درلودل او په مقابل کې يې بې تفاوتي د الله ج او د هغه د دغه ښکلي او بې مثاله مخلوق پر وړاندې ستره او نه جبيره کېدونکې جفا بولم، البته داسې تلفات يوه ورځ نه وي، بلکې هره ورځ د ځوانانو پر ژوند دا ډول سوداګري جريان لري.» د هلمند مرستيال والي ليکلي چې د روان لمريز کال د زمري مياشتې په وروستيو کې کله چې د نوزاد ولسوالۍ سقوط وکړ، په لسګونو ځوانان، شوبلې، رينجر، وسلې، مهمات او حتی تر ډي سي توپ پورې دښمن ته پرېښودل شول. بيا يوه مياشت وروسته دغه کار په موسى کلا کې تکرار شو، خو تر دې مهاله نه څوک مجازات شول، نه مکافات او نه له چا پوښتنه وشوه. رسوليار ولسمشر ته په دغه ليک کې ويلي:« موږ د هرې ولسوالۍ پر سقوط او يا تر مخه د خپل مسووليت له مخې، د سيمه ييزو ارګانونو له خپلواکې ادارې نيولې تر امنيت شورا پورې خپل غږ رسولی دی.» نوموړي زياته کړې، د ولسواليو تر سقوط وروسته وسله وال مخالفين د لښکرګاه ښار څلورمې حوزې ته پښې را اوږدې کړې او لښکرګاه ښار له ستر ګواښ سره مخ شو. د والي مرستيال وايي، د لړم مياشتې په لومړيو کې دښمن پر مارجې بريد وکړ، له سيستاني څخه نيولې پراخې شنې سيمې يې لاندې او ځواکونه يې په ولسوالۍ، قوماندانۍ او د اردو او د عامه نظم په کنډکونو کې کلابند کړل، د ولسوالۍ عمومي لاره د مرکز سره پرې شوه او تر دې مهاله يې د فرعې لارو او دشت له خوا اکمالېږي. رسوليار وړاندې ليکي:« وروستۍ سقوط مو د خانشين ولسوالۍ وه، چې د لېندۍ په لسمه ځواکونه ترې ووتل، اوس يوه با امنه ولسوالۍ د ګرمسېر پاتې ده، ناوه او نادعلي هم تر سترو ګواښونو لاندې دي، په سنګين او ګرشک کې سختې جګړې روانې دي چې امنيتي ځواکونو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.» هغه زياته کړې، ځواکونو ته پر وخت ډوډۍ، مهمات نه شي رسول کېداى او د ټپيانو او شهيدانو تخليه نه کېږې او بهرنيان هم تر هغه پورې مرستې ته نه رادانګي او ننداره کوي، څو پورې چې ولسوالۍ سقوط وکړي. رسوليار وايي:« کله چې ولسوالۍ يا پوستې سقوط وکړي، نو بهرني ځواکونه يې پر سر کاذبانه الوتنې کوي او هغه وسايط شمېري چې دښمن ته په لاس ورغلي وي.» د هلمند مرستيال والي په دغه پرانيستي ليک کې ولسمشر مخاطب کړى چې سنګين ولسوالي د سقوط په درشل کې ده، وړمه شپه ٤٤ سرتېري وژل شوي خو تر ولسمشره حقيقت څوک نه رسوي. هغه وايي:« زموږ د سنګين په لوا کې دا توان نشته چې نور ځواکونه حمايه کړي، زموږ سترګې تاسو ته دي، هيله ده چې سنګين او بيا هلمند وژغورل شي.» رسوليار ويلي، هلمند کندوز نه دى چې ژر به بېرته ونيول شي، که سقوط يې وکړ، نو بېرته نيول يې خيال او محال دى؛ ځکه چې دا پراخې او شنې سيمې لري او د چريکي جګړو لپاره مناسب ځاى دى. ده زياته کړې:« هېڅوک نه غواړي، موقف له لاسه ورکړي او د څوکۍ د بقا لپاره هر شخص محافظه کاري کوي، خو زه نور چپ نه شم پاتې کېداى؛ ځکه له تېر يوه کال راهيسې تر نن چې کوم ځوانان وژل شوي اويا وژل کېږي، دوى هم کور او کورنۍ لري خو موږ بايد نور د دوى له وينو سره جفا ونه کړو.» نوموړي د خپل دغه ليک په پاى کې ليکلي چې د هلمند د ټولو بدبختيو لامل او عام د ذوالفقار د عملياتو قوماندان جنرال خالق خان دى چې اوس خلک ورته ذوالفقار خان وايي، هغه جګړه ونه کړه، يواځې يې د ځان په ګټه تبليغات وکړل او ځان يې د دفاع وزارت مرستيالى ته ورسولو. په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې لسګونو کسانو د هلمند د مرستيال والي محمد جان رسول د څرګندونو ننګه او ملاتړ او د هغه د جرئت ستاينه کړې ده. د متين ذاکر په نوم يوه تن ليکلي چې دوى د مرستيال والي تر څنګ کلک ولاړ دي او ملاتړ يې کوي؛ ځکه چې رښتينې خبرې يې کړې دي. د مير علم حريفال په نوم يوه بل تن ليکلي:« معاون صاحب واقعاً تاسو يو اخلاقي جرئت وكړ، كاشكې په ټولو چارواكو كې ستاسو په څېر احساس وي، د ذلت له ژوند څخه د يو ساعت نرتوب ښه دى.» هدايت الله فيضي هم ليکلي چې د هلمند مرستيال والي د حق غږ پورته کړى او دوى يې ملاتړ کوي. د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د مرستيال والي رسوليار څرګندونې ردوي او وايي ولايت به هېڅکله سقوط ونه کړي، د ټولو امنيتي ځواکونو ترمنځ کلکه همغږي شته. هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د نورو ولايتونو ترڅنګ په هلمند کې هم جګړې شته او په جګړو کې خامخا مړي کېږي. د دغه ولايت د والي شورا مرستيال عبدالمجيد اخند زاده وايي چې رښتيا هم د هلمند نا امنۍ خپل وروستي بريد ته رسېدلې دي. هغه پژواک اژانس ته وويل چې د ولايت له مرکزي سيمو سربېره په ټولو ولسواليو کې جنګ روان دی، خو دا چې مرستيال والي اوس دا خبرې کړې بايد له وړاندې يې کړي وای. اخوندزاده وايي، د والي او مرستيال تر منځ يې ستونزې پيدا شوې چې له مخې يې رسوليار دا ډول څرګندونې کړې دي، دی په خپله هم په دغه حالاتو کې پړ دی او دغه خبرې يې پخوا پټې کړې وې. د نوموړي په وينا، څلور مياشتې وړاندې کله چې موسی کلا او نوزاد سقوط وکړ، ولايتي شورا او قومي مشران خپل غږ پورته کړ، خو همدغه چارواکي يې مخالفت وکړ او ويل يې چې هلته خيريت دى.