پوځي الوتکو پرون د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې محاصره شویو افغان امنیتي ځواکونو ته له دوو ورځو وروسته له هوا څخه خواړه او مهمات وغورځول. وسله والو طالبانو د سنګین ولسوالۍ ، ډېرې برخې نیولي دي. له ولسوالۍ څخه د سختې جګړې او د طالبانو د پرمختګ له کبله تښتېدلیو خلکو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې طالبان امنیتي ځواکونه له نیولو سره سم وژني. په هلمند کې وسله والو طالبانو له دې سره سره جګړه تېزه کړې چې ولسمشر غني له پاکستان سره موافقه کړې چې له طالبانو سره به د سولې خبرې کوي. د افغانستان د دفاع وزارت په سنګین کې امنیتي ځواکونو ته زیاته مرګ ژوبله رد کړه او دا راپور یې هم رد کړی چې طالبانو سنګین ولسوالي کاملاً نیولې ده. په سنګین ولسوالۍ کې کلابندو ځواکونو ته په داسي وخت کې خواړه او مهمات غورځول شوي چې د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد داوود ویلي و چې خواړه او مهمات یې په خلاصېدو دي.