افغان ولسمشر د اذربایجان له سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. اشرف غني اذربایجان ته د خپل سفر پرمهال د هغه هېواد سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګه لپاره د ښو فرصتونو یادونه وکړه. ولسمشر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پرون اذربایجان ته سفر وکړ او د هغه هېواد له ولسمشر په ګډون یې له صدراعظم، د پارلمان ریس او نورو لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل. افغان ولسمشر تېرماښام د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د هغه هېواد د ولسمشر په ګډون له بېلابېلو لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل او پر بېلابېلو سیاسي او اقتصادي مسایلو یې خبرې وکړې. د هغه هېواد له صدراعظم ارتورسي سره د لیدو پر مهال دواړو مشرانو د افغانستان اذربایجان د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. د دغه سفر هدف تر ډیره په اقتصادي برخه کې د اذربایجان د همکارۍ جلبول ښودل شوي دي.