امنیتي چارواکي: ځواکونه مو په هلمند کې په پوره همغږۍ جګړه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65699
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2015-12-23

د هېواد امنيتي چارواکي وايي، له دې سره سره چې په هلمند کې سخته جګړه روانه ده، خو نوي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د وسله مخالفينو پر وړاندې يې کلک مقاومت ښودلی دی. د ملي دفاع وزارت سرپرست محمدمعصوم ستانکزي او د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي نن په کابل کې د يوې ګډې خبري ناستې پر مهال وويل چې د هلمند په ډېری ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې جګره روانه ده او ګڼ تازه دمي سرتېري ور رسېدلي دي. هغه وويل: "د روان کال په اوږدو کې افغانستان د امنيتي وضعيت له اړخه ډېرې لاسته راوړنې هم لري، خو ورسره له سختو ستونزو سره مخ و؛ چې يوه يې هم د هلمند ده چې د وسله والو مخالفينو او افغان ځواکونو تر منځ په کې جګړې روانې دي." د ده په وينا چې افغانستان له نړيوالې ترهګرۍ سره په جګړه کې ښکېل دی، افغان امنیتي ځواکونه د لشکر طيبه، القاعدې او داعش تر څنګ د سيمې له شاوخوا ۲۳ ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دي. ستانکزي وويل: "له افغانستانه د شاوخوا ۱۳۰زره بهرنيو سرتېرو له وتلو وروسته وسله وال مخالفين تل هڅه کوي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ستونزې رامنځته کړي، خو افغان ملي ځواکونه د هغوی د ځپلو لپاره ځانګړي تدابير لري او په ډېره مېړانه يې مقابله کوي." د هغه په وينا چې دا مهال نه يواځې له وسله والو مخالفينو سره په جګړه بوخت دي، خو د دې تر څنګ يو شمېر کسان داسې څرګندونې کوي چې له مخې يې د ملي ځواکونو پر روحيه ناوړه اغېز لري. د ملي دفاع سرپرست وزير وايي: "له بده مرغه په افغانستان کې ستره رواني جګړه روانه ده، بېځايه څرګندونې کېږي؛ موږ ته اړينه ده چې د دې ډول ناوړه تبليغاتو ښکار نه شو او په يو لاس د دښمن پر وړاندې ودرېږو." دی زياتوي، دا مهال د هلمند د سنګين، واشير، نادعلي، مارجې او لښکرګاه په ځينو سيمو کې جګړه روانه ده او افغان ملي پوځ يې پر وړاندې سخت مقاومت کوي. ستانکزي وويل: "ځيني کسان وايي چې فلاني ځای ته فلانۍ الوتکې کسان يو وړل، دا ټول تبليغات او نا تاييد شوې خبرې دي، دا سمه ده چې موږ د رادار سيستم نه لرو خو داسې کشفي وسايل لرو چې له مخې يې کولای شو په دې برخه کې څېړنې وکړو او معلومات ترلاسه کړو." هغه زياته کړه، هر څوک چې غواړي په افغانستان کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې مبارزه وکړي نو د ملي اردو، ملي او سيمه ييزو پوليسو دروازې يې پر مخ خلاصې دي، خو هېچا ته به د دې اجازه ورنه کړي چې د تېر په څېر انارشي رامنځته او بېلابېلې ډلې وسله والې کړي. همدا راز د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي هم وو‎يل چې افغانستان له هغو نړيوالو ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دی چې له هېواده بهر ورسره ستر ملاتړ شته. علومي وويل: "په کومه جګړه کې چې موږ ښکېل يو، هغه يوه سيمه ييزه ستونزه ده، د سيمې د هېوادونو له خوا يې قوي ملاتړ کېږي او په بهرنيو هېوادونو کې د ملاتړ سترې زېرمې لري." د ده په وينا، کله چې پاکستان په شمالي وزيرستان کې د وسله والو ډلو پر وړاندې عمليات ترسره کړل، ګڼې دغه ډلې افغانستان ته راغلې او دلته يې په وسله والو بريدونو لاس پورې کړ. هغه وايي: "ډېرې هغه تروريستي ډلې چې په پاکستان کې روزل شوې، که ازبکان وو، که تاجکان يا هم د چيچین او يا د چين ايغوريان؛ ټول راغلل افغانستان ته او په ترهګريزو فعاليتونو يې لاس پور کړ چې له نېکه مرغه دغو تروريستي ډلو چې چېرته هم سر پورته کړی، د ملي ځواکونو له خوا ځپل شوې او له منځه وړل شوې دي." د ده په وينا، هلمند هغه ولايت دی چې له پاکستان سره پرانيستې پوله لري، بلخوا په دغه ولايت کې په پريمانه کچه نشه يي توکي توليديږي چې مخالفې ډلې نه غواړي دغه ولايت چې د دوی د تمويل ستره سیمه ده، له لاسه ورکړي. علومي زياته کړه، د دې لپاره چې ځواکونه مو ښې لاسته راوړنې ولري، اړينه ده چې ټول په يوه خوله د ملي ګټو د خونديتوب لپاره سره راټول شي او د ملي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د هلمند د ولايتي شورا يو شمېر وکيلانو نن په کابل کې د يوې خبرې ناستې پر مهال وويل چې د هلمند باغران، ديشو، نوزاد، موسی کلا او سنګين ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي او د مارجې، خانشين او واشير ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو تر ستر ګواښ لاندې دي. دوی ادعا کړې چې په ياد ولايت کې يواځې ملي او سیمه ييز پوليس د وسله والو مخالفينو پر وړاندې مقاومت کوي او د ملي اردو ځواکونه ډېر لږ په جګړه کې برخه اخلي. خو د ملي دفاع وزارت سرپرست او د کورنيو وزير دغه څرګندوې په کلکه رد کړې او زياته يې کړه چې په ياد ولايت کې افغان ملي ځواکونه په ګډه د دښمن پر وړاندې په جګړه بوخت دي.