مرغیانو په ځنګله کې د ځان لپاره یو داسي ځای غوره کړی ؤ، چې د هغوی له خپل فزیکي او معنوي جوړښت سره سم ؤ. هلته یې ځالې جوړولي، هګۍ یې په کې اچولې او چيچي یې پکې زېږول او روزل. مار چې تل به یې د ځنګله په سوړو او غارونو کې غټ او کوچني خزنده او حشرات خوړل د ځنګله د ځینو چلبازو مرغانو په اشاره د مرغیانو ځالو او د هغو کوچنیو چیچیانو ته متوجه شو. مار ته وویل شول، چې په حشرانو کې داسې خزنده شته چې نېش لري، زهر لري او یا هم اغزي لري. بل دا چې له حشرو خو غوړه ګوله هم نه جوړېږي. "مارجانه که غواړې، چې له زهرو پاک او بې خطره خواړه وخورې، نو د مرغیانو چیچي هغه نرمه، پسته او نسبتا غټه ګوله ده، چې د ځنګل ډېرو حیواناتو او څارویو ورته زړه خیشت کړی."
مار هم سملاسي د مرغیانو ځالو ته مخه کړه، د مرغۍ ځالې ته ورغۍ چیچی یې یو پر بل پسې نوشي جان کړل او د مرغۍ په هګیو هم روږدی شو. هر وخت به یې په ځاله کې له ځان مړولو وروسته کلچه ووهله او ښه دمه به یې جوړه کړه او بیا به خپل کور ته ولاړ. د چیچیانو مور به د ځالې پر سر ورته چیغې او پرپرکې وهلې او ده به په ډېر غرور سره د هغې بچي خوړل!
هره ورځ د مرغیانو په ځالو کې ویر جوړ ؤ. هره ورځ به یوه ځاله ړنګه وه، هره ورځ به مور بوره وه. ډېرې خویندې او وروڼه د خپلو خپلوانو په ویر کېناستل. د بورو میندو چیغو او سورو ټول ځنګل پر سر واخیست. د ځنګل ډېرو الوتونکو، په ځمکه تلونکو او په سینه ښویدونکو ژوندیو موجوداتو د مرغیانو په حال ژړا وکړه.
په مرغیانو چې ژوند تنګ شو، د خپلو ځالو پرېښودو ته اړ شوې، ځینې ټولې له کوره کډه شوې او ځینو نورو بیا خپل بچی نږدې او لرې ځایونو ته واستول، له ځنګل والو څخه یې په ډېره عاجزۍ د پناه غوښتنه وکړه. ځینې خو له وېرې او ډاره دومره لرې والوتې چې بیا یې هېڅ څرک و نه لګېد، په غرونو کې د نورو څارویو ښکار شوې. ډېرې مرغیانې له مار څخه د خوندیتوب په نیت د دومره لویو سیندونو پر سر الوت وکړل چې د ستړیا او لوږې له کبله سړوپ په سیند کې ولوېدې او کبانو نوشي جان کړې.
د مرغیانو غوغا او چیغو ټول ځنګل پر سر واخیست، هرې مرغۍ به ویل چې د مار له وېرې په تېښته دي، مار یې وروڼه او خویندې وژلي او مار یې په خپلو ځالو کې ژوند کولو ته نه پرېږدي. چا پناه ورکړه او چا بېرته وشړلې، چا دروغجنې وبللې او چا هم پلمه ګرې. د ځنګل ټولو زورورو او کمزورو غږ پورته کړ، چې مرغیانې باید و نه ځورول شي، کورونه یې باید ړنګ نه شي. په مار یې غږ وکړ، چې نور دا ناتار بس کړي او مرغیانې باید خپل ژوند ته آرامې پرېږدي!.
مار وروسته پوه شو، چې مرغیانو د دوی له لاسه ټوله نړۍ په سر اخیستې او هر چېرې مار ملامت ګڼل کېږي. ژر میدان ته را ووت او په ټولو مرغیانو یې غږ وکړ، چې خپلې ځالې پرېنږدي او باید په خپلو ځالو کې و اوسېږي. مار وویل: "ریښتیا ده چې زه د مرغیانو ځالو ته ورځم مګر زما ورتګ د هغوی د خوړولو او وژلو لپاره نه بلکې زما هدف له غلیم څخه د هغوی ساتل او د هغوی د ځالو ابادول دي." مار ټوله ملامتي په خپل دښمن واچوله او په تونده لهجه یې ګواښ وکړ، چې له خپل دښمن څخه به غچ اخلي. مار وویل: "زه به تر هغو د مرغیانو ځالو ته ورځم ترڅو چې مرغۍ په خپل کور کې هوسا شوې او بسیا شوې نه وي!"
پای