که افغان ولس د هېواد په دې تور اوبدرنګ سیاسي بهیر، د دې لوبې د لوبغاړو په ناوړه کړنو، وينو تويولو، د بل په لاس روزل شویو اوغلاموڅېرو یوه رڼا واچوي، په ځانګړې توګه دا به نړيوالو او زموږ ولس ته لکه د لمر په څېر روښانه شوې وي، چې په دې جګړې او دې بهیرکې څومره ځوانان د دې لوبې اصلي واکدارانو د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره ترخاورو لاندې کړل، څومره ښځې د خپلو تنکیو ماشومانو له خوږې مینې اوخندا څخه بې برخې پاتې شوې، همدارنګه له خپلو ټولنیزو، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي اومدني حقوقو څخه هم دا ولس لرې وساتل شو، که هغه د زده کړې حق وو اویا په خپل کورکې د یو ارامه ژوند تېرول وو، خو دا کړنې ټولې د خپلو شخصي لاس ته راوړنو لپاره دې ښاغلیو په دې موده کې په دې خلکو د پرديو په مشوره تر سره کړې او اوس یې هم د خپلو ګټو لپاره جګړه او چوکۍ ساتلې، چې دا لړۍ به ترکوم وخت پورې په دې خاوره کې نور په دې ولس دوام وکړي؟
هغه سیاسي ډلې او د جګړې د جاري ساتلو لوبغاړي، چې په دې هېواد کې د ګوتوپه شمار دي اوپه دې لوبه کې يو لوی لاس لري په خپلو سترګو په دې خپله واکمنۍ کې دا حالت، ناوړه کړنې او وينې تويول ويني اوهم يې د نړۍ لویو اوپه کارپوه سیاسي لوبغاړو ته خپل ځان ښه څرګندکړ، چې هغوۍ د خپل هېواد د ابادولو اوپرمختګ لپاره څومره ښه لوبه اویو منلی ملي سیاست د خپل ولس لپاره په لار اچولی او افغان سیاسي لوبغاړوکومه تباه کوونکې جګړه د خپل ولس په وړاندې روانه کړې، د نورې نړۍ سیاسي څېرې په کومه بڼه خپل سیاست اوهېواد د ابادۍ له پلوه مخ په وړاندې بیايي، دوی ته که وګورو، په پایله کې څوسوه کاله د نورو پرمختللو هېوادونوپه پرتله دغه قوم او دا هېواد له رسېدلو قومونو او هېوادونو څخه شاته واچولو، هرچاه ته یې په خپل کور اوکلي کې د سر په کاسه کې د زهرو اوبه ورکړې، چې هېڅکله به یو افغان ځوان دا ناوړه سیاسي حالت نور په دې خاوره کې ونه شي زغملی، نه به یې د عمرتر اخري سلګۍ پورې هېرکړي او نه به یوه پېړۍ وروسته دې ته جوړ اوچمتو شي، چې خپل کار ته په یوه ازاده اوښکلې فضا کې یوځل بیا اوږه ورکړي اوهغه کار په خپلو تنکیو مټو د منزل اوموخې ځای ته په لنډ وخت کې ورسوي، چې د دې کار په سرته رسولو سره به يې خپلو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو ته د پای ټکی ايښی وي.
د يادو شويو غوښتنوپربنا کله چې موږ خپلې ادارې اوبيا سیاسي مشرانو ته په دې خاوره او نازک حالت کې نن ګورو، په هېڅ صورت کې به دا کار په داسې شرایطو، حالاتو او د دې خلکو نور د واک په پاتې کېدوکې څومره، چې نن افغان ولس فکرکوي نتیجه به ورنکړي او نه به ورسره یو ښه نظام او منلی حکومت د دې څېرو په شتون کې له دې وروسته په دې خاوره کې د دې ملت لپاره رامنځ ته شي. ځکه نه شي رامنځ ته کېدای چې دوی د خپل هېواد دبيا رغولولپاره کوم ځانګړی اوپياوړی پلان په ذهن کې نه لري او نه په دې خبر دي، چې څرنګه خپلې اړيکې اوتګلارې له خپل ملت، نړیوالو او د افغانستان له دښمنانو سره په لار واچوي، خپله خاوره د پرديو له لاسوهنې وژغوري، نورملکونه وګوري، د هغوۍ ودانيز، ښوونيز اوسوداګريز سیاست ترڅېړنې ونيسي، چې هغوۍ له کومې لارې دومره پرمختګ کړی، که هغه په صنعت کې دی اوکه په زراعت کې خو خپل ملک يې اباد اوسمسورکړی.
لنډه دا چې په افغانستان کې ننني واکداران د سياست او بيارغونې له پلوه ښه لوبغاړي اوپياوړي اداره چیان نه دي او نه د يوې ادارې د مخ په وړاندې وړلوکې کوم ځانګړی مهارت له ځان څخه لري همدا ټکی دی، چې هېواد او هېوادوال ورسره ورځ تربلې وروسته پاتې او د پاتې کېدو په حال کې او په زرګونو ځوانانو له دې ناوړه سیاست او ناوړه جګړې څخه خپل مخ وګرځولو او د اروپا په لور يې مخه کړه، چې په دې ځوانانو کې ډېر پياوړي انجنيران، ډاکټران او تکړه ژورناليستان هم شامل ول چې يو څه په ځنګلونوکې ورک شول او يو څه يې په دريابونوکې ډوب شول او ډېرکم يې نن چې زه ترې خبريم اوس په اروپا کې خپل ارامه ژوند تېروي.
که د وروسته پاتې کېدو په عواملو رڼا واچو نو بيا هماغه خبره تکرارېږي، چې دغه سياسي لوبغاړي د بل په غېږکې لوی شوي لوبغاړي دي او نه غواړي، چې دغه خاوره نوره د پرمختګ په لور روانه شي او دغه خپله چوکۍ او اداره داسې يوکس ته پرېږدي، چې هغه په رښتينې توګه د دې ادارې د مخ په وړاندې وړلو وړتيا په ځان کې ولري، ترڅو وکولای شي دغه ملک نور له دې ناورين او بدبختيو څخه وژغوري.
ننني سیاسي لوبغاړي، چې په واک کې پاتې دي او د افغانستان د جمهوري ریاست په چوکۍ باندې خپل اوهم د ولس سرونه لس ځایه مات کړل د دې چانس هېڅکله چاته نه ورکوي، چې هغه په رښتینې توګه دکار وړتیا په ځان کې لري اوخپلې خاورې ته وفادار وي، ترڅو يو له دې کسانو څخه د واک پرګدۍ کېني، چې د دې کار په کولو سره په هېواد کې امنيتي حالت یو سوله يز رنګ واخلي، جګړه ورسره په سوله بدله شي او هم ورسره د ورورۍ يوه ښکلې فضا نوره په افغاني سياست کې رامنځ ته شي، بل د سولې مخالف هم په دې خبره نن ډېرښه پوهېږي، که چېرته په دې خاوره کې یوسالم نظام او ولس ته منلی حکومت رامنځ ته کېږي، بیا دوی د کار له ساحې اوخوښې کړې چوکۍ څخه فکر کوم لرې کېږي، اقتصادي ګټې به يې له خطر سره مخامخ کېږي، بهرنۍ ناوړه مشورې يې غوڅېږي اوځای به يې هغه پياوړي کس ته سپارل کېږي، چې هغه دې هېواد اوخلکو ته یو منلی شخص وي او وکولای شي، دغه خاوره نور د پرديو له جګړې، يرغل اووینو تویولو څخه وژغوري، ولس ته هم یوه داسې لار وښيي، چې د اقتصاد د ښه کولو اوکار د پيدا کولو له پلوه یو ښه ډک زیری ولري، ترڅو د دې کار په رامنځ ته کولو دغه ولس هم په دې خاوره کې په خپلوکارونو او فعالیتونو ورسره د تل لپاره مشغول پاتې شي.
افسوس د داسې ناوړه حکومتونو کول، د بل په لاس د ناوړه سیاستونو اوکارونو مخ په وړاندې وړل، مرګونو او بې عزته لوبې پېلول، چې موږ د خپل ژوند په اوږدوکې د دې خلکو د واک په پاتې کېدوکې ولیده، چې پایله یې تر نن ورځې پورې ورکه او ښه نتیجه يې هم ورنکړه او ورسره بې ځایه افغان ځوانان ووژل، زنداني اوبې زده کړې پاتې شول، چې اوس د هغوی اولادونه په ښارونو اوڅلور لاروکې تا اوماته د سوال و زارۍ لاسونه نیولي او یوه مړۍ ډوډۍ د خپلې کورنۍ لپاره غواړي، خپل نیم ژوبله ژوندپرې په دې ناچاره خاوره کې د همدې خلکو له لاسه تېروي.
په افغانستان کې هرسیاسي نظام یا په بله وینا د ولس په تاوان او د دوی په ګټو ولاړنظام، چې کله د دې ورانکاره ډلو له خوا راغلی، سمدستي په دې خلکو ښه په نره حاکم شوی، بيايې د هغوی په کار، ژوند، عزت، ناموس او ملي شتمنیو رنګا رنګ لوبې کړې، چې هېڅکله به دا حالت هېرنه شي، تاریخ اوکتابونه به په دغو بدرنګو څېرو پسې په دې خاوره کې ولیکل شي، هره ورځ پرته له وژنو، ځانمرګو، ترور اوچاودنو بل څه موپه دې بهیرکې د دې خلکو له لاسه ونه لیدل، نه مو د هېواد په ابادولو اویو ښه خبر یوساعت فکر وکړ، چې دا خپل ذهن خو مو د یوې مودې لپاره یوه ښکلې منظره خپله کړې وای.
دلته که په څرګندو اوښکاره سیاسي څېرو، په ځانګړې توګه هغه څېرې، چې بلکل د ولس په زړه کې ځای نلري او د نوم له یادولو څخه یې زه هم عاجز او نننی حالت د دې اجازه نه راکوي، یوه رڼا واچو دا هغه د بل په جامه کې جوړې شوې، پلورل شوې او روزل شوې څېرې وې، چې اوس هم په دې لوبه کې لوی لاس لري او تل یې د افغانستان د بربادولو واګی په لاس کې د خپلو ګټو لپاره نیولی او بل پردی هېواد یې د دې کار په کولو ښه خوشحاله کړی او بیا د دې پروګرام په سرته رسولو اوعملي کولو هره ورځ زموږ د مظلومو هېوادوالو وینې بې ځایه توې او ورسره په دې بهیرکې پېژندل شوي، جوړ اوبرحاله حکومتونه د خپلو شومو موخو د لاس ته راوړلو لپاره ړنګ، نسکور، برباد او له منځه وړي، چې د دې کار په کولو دې حالت په ټول هېواد کې یوه بده امنيتي فضا رامنځ ته کړې او دوی په کې خپل مطلب او امکانات د تل لپاره ترلاسه کړي.
دا ټولې هغه ډلې اوسیاسي کړۍ وې او دي، چې د نورو دښمنو هېوادونو په لاس د دې خاورې د تباه کولو، بربادولو، اقتصاد د خرابولو، ولس د مجبوره کولو اوخپلو لاس ته راوړنو لپاره جوړې شوې اوغلامې څېرې وې، چې نه يې غوښتل افغانستان جوړ شي، د آبادۍ په لور چټک ګامونه واخلي، هغه دې د پردیو له غلامۍ څخه خلاص اوپه خپلو پښو دې د پرمختګ او اقتصاد له پلوه ودرېږي، ترڅو افغانان وکولای شي په دې خاوره کې په ارامه خپل ژوند، صنعت اوکار ته دوام ورکړي.
دا چې په دې ځای اووخت کې د هېواد په تباه کېدو اوبيا د افغانانو د ستونزو په اړه خبرې او د هغوۍ د ژوند د ښه کولو په لارو چارو خبرې کوو، که په رښتینې توګه خپل دردېدلي حالت ته یو نظر وکړو، دې کنډواله شوي هېواد ته له دې وروسته زموږ مشران او د واک خاوندان په ښه سترګه وګورئ، موږ به په ډېرلنډ اوتنګ وخت کې ډېرڅه ترلاسه کړي وي، اقتصادي ستونزو ته به مو د ښو تګلارو په عملي کولو د پای ټکی اېښی وي، هېواد به مو د ابادۍ په لور روان کړی وي، نوي اوپه کارپوه کدرونه به مو روزلي وي، له جګړې اوجګړه مارو څخه به خلاص شوي یو، کار اوګټې ته به وزګار يو، خوکه څوک دې ټکي ته په اوسني سياسي حالت کې په خپلو ذهنونوکې ځای ورکړي اوځان د دې خاورې اصلي بچی وبولي، نو زه دا ویلی شم، چې موږ به هم د رسېدلو هېوادونو او قومونو په ليکه کې ولاړ خلک يو، چې د دې لاسته راوړنې په نتیجه کې به نړیوالو او د افغانستان دښمنانو ته هم دا خبره په ډاګه شي، چې افغان ولس په خپل کار کې د هرشي وړتیا لري او کولای شي خپل خلک او هېواد نور له دې لمبو څخه وژغوري، خو که دا کار په يوه خوله او يو لاس ترسره شي نو فکرکوم ډېرمزل به مو وهلی وي او له ستونزو څخه به په امن او امان کې يو.