په کندهار کي ملي سوداګر حکمت ښادمن د افغان سرتيري محمد داوود د کورنۍ د ناهيلۍ اوښکي د خوښيو په اوښکو بدلي کړې .
محمد داوود يو نيم کال مخکي د کندهار په معروف ولسوالۍ کي ترافيکي پيښي ټپي کړ ، چي وروسته يې نيم بدن فلج سو ، تيره ورڅ مو د هغه د ناهيلي ژوند په اړه راپور درلودی چي پر اساس يې ملي سوداګر حکمت ښادمن هغه ته د تداوۍ او نوري مرستي ټټر ووهی .
په لمړيو کي يې پنځه سوه امريکايي ډالره او شپاړس قلمه خوراکي او غيرخوراکي توکي ورکړل او وروسته يې هندوستان هيواد ته ليږي .
د حکمت الله ښادمن استازی سيمع الله وايې ، چي د محمد داوود ، د هغه د مور او پلار پاسپورټونه يې تر لاسه کړي دي او د ويزو تر بشپړيدو وروسته به يې سمدستي هندوستان هيواد ته وليږي .
نوموړی وايې چې په هند هيواد کي هر راز اسانتياوي ورته برابروي . .
محمد داوود ، د هغه پلار او مور له دې مرستي سخت خوښ دي او له امله يې د خوښۍ اوښکي هم توی کړې ، دوی وايې هيله لري چي د دې مرستي له امله به د محمد داوود ژوند بشپړ سي .
د محمد داوود سره د احسان الله احسان په نوم د يوه ښوونيز مرکز مشر هم د لسو زرو افغانيو مرسته وکړه او د محمد داوود په وينا چي تيره شپه د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق د درملني دپاره جرمني ته د تګ ژمنه هم ورکړه
محمد داوود يو کال د پوليسو په ليکو کي دنده تر سره کړې ده ، د پيښي څخه څه موده مخکي يې نوی واد کړی وو ، محمد داوود د مور يو زوی دی او يو بل دوولس کلن ورور يې څه موده مخکي د باغ پول په سيمه کي د پوليسو او طالبانو تر منخ په نښته کي وژل سوی دی .
پر ټولنيزو رسنيو د حکمت ښادمن دا ګام او د د رسنيو دا هڅه چي د هغه د بيوسۍ ږغ يې اوچت کړ په زياته کچه ستايل سوي دي .