د هند صدراعظم نریندرا مودي افغانستان ته له سفر وروسته په محلي وخت د جمعې د ورځې په مازدیګر په یو ناڅاپې سفر پاکستان ته ولاړ. د لاهور په هوايي ډګر کې د مودي هرکلي ته د پاکستان صدراعظم نواز شریف ورغلی و. د پاکستان د بهرنیو چارو سکرتر اعزاز احمد چوهدري وويل چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف ښاغلي مودي ته وويل چې په اسلام اباد کې نه، بلکې په لاهور کې به د هغه په کور کې د هند له صدراعظم سره وگوري دا په تیرو ۱۲ کالو کې لومړی ځل دی چې د هند صدراعظم پاکستان ته سفر کوي.