د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد د سمنټو د تولید دوه لویې پخوانۍ فابریکې د بیا فعالیت لپاره ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړې.
د سمنټو د تولید دغه دوه فابریکې په سمنګان او هرات ولایتونو کې موقعیت لري چې له کلونو راهیسې غیر فعالې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د هرات او سمنګانو د سمنټو پر فابریکو په پانګونې سره به افغانستان د سمنټو د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي.
د کانونو وزیر ډاکټر داوود شاه سبا دوه میاشتې مخکې ژمنه کړې وه چې د سمنټو د تولید دغه دوه فابریکې به داوطلبۍ ته وړاندې شي.
سبا ویلي وو، چې په هېواد کې د سمنټو د تولید په برخه کې د پر ځان بساینې لپاره هڅې روانې دي او په دې برخه کې د پانګونې لپاره یې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته بلنې ورکړې دي.
د کانونو وزارت ویاند محی الدین نوري وايي، چې د سمنګانو او هرات د سمنټو تولید فابریکې دواطلبۍ ته وړاندې شوې او د داوطلبۍ بهیر به د ۲۰۱۶ کال تر جنورۍ پورې روان وي.
نوري همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، چې د داوطلبو شرکتونو لپاره د وزارت له خوا یو لړ شرایط په پام کې نیول شوي دي، چې د هغه له مخې شرکتونه کولی شي په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
د سمنټو د تولید فابریکو پر رغونې سربېره، خام توکي هم چې سمنټ ترې تولیدېږي، د داوطلبۍ په پروسه کې شامل دي.
نوري وايي چې د هرات او سمنګانو د سمنټو د تولید فابریکو په فعالېدو سره به افغانستان وکولای شي چې د خپلې اړتیا وړ سمنټو ډېره برخه په کور دننه تولید کړي.
د محی الدین نوري په وینا، د کانونو او پټرولیم وزارت علمي او تخنیکي څېړنې ښيي چې په یادو دوو ولایتونو کې د سمنټو د تولید لپاره لازم ظرفیتونه شتون لري.
د کانونو وزارت وايي، چې د هرات د سمنټو فابریکې او کانونه په تېرو دیارلسو کلونو کې دوه ځلي په قرارداد ورکړل شول، خو په قرادادونو کې د ستونزو له امله هېڅ عملي نه شو.
حکومت شاوخوا درې میاشتې مخکې په ودانیز سکتور کې د پانګونې د هڅونې یوه تګلاره تصویب کړه.
دغه تګلاره په هېواد کې د سمنټو په برخه کې د پانګونې د جلبولو، د ودانیز سکتور لپاره له کورنیو سرچینو څخه د لومړنیو موادو د برابرولو، له هېواده بهر د اسعارو د تېښتې د مخنیوي، د سیمنټو د صنعت د ودې، د مهارتونو د لېږد، خلکو ته د کارموندنې او د نورو مثبتو اقتصادي اغېزو په موخه جوړه شوې ده.
ودانیز توکي د افغانستان د وارداتو لویه برخه جوړوي چې د ټولو وارداتو نږدې ۱۲ سلنه کېږي.
د احصایې د مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې افغانستان په ۱۳۹۳ کال کې له بهر څخه ټولټال ۳ میلیونه او ۴۱۲۸۳۸ ټنه سیمنټ وارد کړي دي.
دا یوازې د رسمي یا قانوني واردات دي او د هغو واردېدونکو سیمنټو په اړه ارقام نه شته چې په غیر قانوني لارو هېواد ته قاچاق کېږي.
دغه کچه په وروستیو دریو کلونو کې کمه شوې ده، مخکېنۍ شمېرې ښيي چې افغانستان ته د واردېدونکو سیمنټو کچه دری برابره لوړه وه.
په داسې حال کې چې افغانستان د سیمنټو کانونه او د تولید لپاره کافي ظرفیتونه لري، لا هم په دې برخه کې پر ګاونډیو هېوادونو متکي دی.
سره له دې چې په تېرو څوارلسو کلونو کې په افغانستان کې تر ډېره پانګه په ودانیز سکتور کې بنده شوه، خو لا هم هر کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت له بهر څخه ودانیز توکي افغانستان ته راوړل کېږي.
کارپوهان وايي چې په هېواد کې د ودانیز سکتور د ودې او پراختیا لپاره اړتیا ده، څو پر استخراجي صنایعو له دې جملې د سمنټو د تولید په برخه کې پراخه پانګونه وشي.