راحیل شریف نن کابل ته راځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65719
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-26

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف ننکابل ته راځي چې له افغان چارواکو سره د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي. جنرال راحیل شریف به نن د افغانستان د یو ورځیني سفر په لړ کې د افغانستان له سیاسي او پوځي چارواکو سره خبرې وکړي. د شریف د خبرو د اجنډا په اړه دقیق معلومات نشته خو پاکستاني سرچینې وايي چې د پاکستان پوځ د سولې د بهیر د بیا پیلېدو په اړه د افغان طالبانو له مشرتابه سره خبرې کړي او اوس غواړي چې د خپلو خبرو د نتیجې په اړه له افغان چارواکو سره سلامشوره وکړي. پاکستان وروسته له دې له طالبانو سره د سولې د پروسې په اړه خبرې کړي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د روانې میاشتې په لومړیو کې پاکستان ته لاړ او د امریکا او چین په غوښتنه یې موافقه وکړه چې د پاکستان په منځګړتوب به د سولې درېدلې خبرې بیا پیل کړي. ولسمشر غني اسلام اباد ته تر تګ مخکې ویلي و چې د افغانستان د سولې لپاره ښه دا ده چې د طالبانو په ځای لومړی له پاکستان سره خبرې وشي.