حضرت علي: بهرني ځواکونه د داعش ملاتړ کوي او حکومت ددې ډلې پر وړاندې جدي نه دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65720
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-26

د ولسي جرګې غړي او د ختيځو ولايتونو د جهادي شورا مشر حاجي حضرت علي حکومت د داعش پر وړاندې مبارزه کې په نه جديديت او بهرنيان د دې ډلې په ملاتړ تورن کړل. نوموړي چې پرون یې د ننګرهار په ولايتي شورا کې د سلګونو کسانو غونډه ته وینا کوله وویل: ((په سره رود ولسوالۍ کې يې په تورو جامو کې خلک ښکته کړي، د لغمان د يوه غره په ځنګل کې ورته الوتکې ښکته شوي، د چپرهار په ولسوالۍ کې ښکته شوي، دا زموږ د وژنې ډرامه ده او روانه ده.)) نوموړى وايي : ((حکومت او بهرني ځواکونه بايد د دې ډلې پر ضد ګډه پاليسي جوړه کړي، که نه موږ به ډېر ژر په دې تړاو خپله پرېکړه اعلان کړو.)) حضرت علي د غونډې برخوالو ته وويل، چې د ختيځو ولايتونو تر ۲۰۰ پورې کسان له ځان سره کابل ته بيايي او هلته د يادې مسئلې په اړه له حکومتي ادارو وضاحت غواړي. د ولسي جرګې دې غړي وويل: ((زه د حکومت ملاتړی يم، د نظام چپه کېدل نه غواړم، زموږ چيغې د ولس لپاره دي، داعش په شينوارو کې بيا قوي شوی، پخوا کم وو اوس يې وسله وال بېرته ډېر شوي دي.)) په دې غونډه کې قومي مشرانو وویل چې دا اوس څرګنده ده چې بهرنيان د داعش ملاتړ کوي. دوی وویل، موږ وینو چې بهرنۍ الوتکې د داعش جنګیالي وړي او راوړي، حکومت دې په دې تړاو وضاحت ورکړي، که نه موږ به ژر خپله پرېکړه اعلان کړو دغه راز د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري وويل: ((موږ له مرکزي حکومت څخه په سره رود ولسوالۍ کې د هليکوپټرو د ناستې په تړاو وضاحت غواړو، بايد معلومه کړي، چې دغلته يې د څه لپاره ناسته کړې ده.)) نوموړي په خپلو خبرو کې د حکومت او امنيتي سرتېرو ملاتړ اعلان کړی، د هغوی قربانۍ يې د قدر وړ وبللې او له ولسونو څخه يې وغوښتل چې له حکومت سره همکاري ډېره کړي. د شينوارو قومي مشر ملک عثمان بيا وويل: ((په اچين کې پوځي عمليات بريالي نه وو، په دې عملياتو کې د اچين له شنډلې مخکې تګ ونه شو او سرتېري بېرته راووتل خو اوس بېرته داعش قوی شوی.)) هغه وايي چې د اچين په ډېرو سيمو کې لا هم ښوونځي تړلي او حکومتي خدمات نه شته . د ولسي جرګې د غړي حاجي حضرت علي تر دې څرګندونو دوې اونۍ مخکې د امريکا دفاع وزير او د هېواد د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي ننګرهار ته په سفر کې ويلي وو، چې د داعش پر ضد يې ګډه مبارزه روانه ده. ستانکزي له يادې ډلې حکومتي ملاتړ د کابل پر ضد د تبليغاتي جګړې برخه بللې وه او پاکستان ته په اشارې يې هغه هېواد د دې ډلې په تړاو تورن کړی و. اخوا د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر ويلي وو چې داعش او ترهګر په سيمه کې د خوندي ځايونو د پيدا کولو په لټه دي، خو دوی به يې دې چارې ته پرېنږدي. اوس ډیری افغانان فکر کوي چې داعش د امریکا پروژه ده او حکومت یې هم پر وړاندې وړ ګام نه اخلي او ان ځینې حکومتي چارواکي له امریکا سره په دې پروژه کې مرسته کوي.