کندهار : په ميوند کي د احتمالي بريدونو د مخنيوي په موخه کلک امنتي تدابير نيول سوي دي .
له هغي وروسته چې د هلمند ولايت په ګڼ شمېر هغه سيمو کې جګړي پراختيا پيدا کړه ورسره سم د دې ولايت سره پر پولو د پرتو ولسواليو د امنيت په اړه انديښني ډيري سوي دي ، له دې ولسواليو يوه هم ميوند ولسوالي ده .
د کندهار د ميوند ولسوالۍ چارواکي وايې چې د وسله والو طالبانو د احتمالي بريدونو د مخنيوي لپاره يې بشپړ چمتوالى نيولى دى.
د ولسوالۍ امنيه قومندان سلطان محمد وايې چې د هلمند د سنګين او نورو سيمو څخه دوى ته هم ګواښ پېښ دى خو وايي چې د امنيتي ځواکونو همږغي او په دي ولسوالۍ کې د ولسي وګړيو همکاري ددي لامل سوې چې د احتمالي بريدونو مخنيوى وکړي.هغه وويل ډېري هغه سيمي يې امنيت کړي چې وړاندي تر تهديد لاندي وي .
پر همدي مهال په ميوند کې د افغان پوځ او د عامه نظم د پوليسو قومندانان وايې چې په ولسوالۍ کې يې د احتمالي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره همږغي ډېره کړي ده.هغوى وايې چې د امنيتي ځواکونو ترمنځ همږغي د دې لامل کيداى سي چې د خلکو امنيت خوندي او هم ستونزي له منځه ولاړي سي.
ها خوا د ميوند ولسوالۍ ولسوال عبيدالله وايې چې په دي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ همږغي لا هله ډېره سوه کله چې د هلمند د اړوندو سيمو څخه امنيتي تهديدونه ډېر سوه.دى وايې چې د امنيتي ځواکونو همږغي به ددي لامل سې چې په دي ولسوالۍ کې امنيتي ساحه نوره هم پراخه سي.
د کندهار چارواکي د هلمند سره پر پوله د نورو پرتو ولسواليو د امنيت په اړه هم بشپړ ډاډ ورکوي او وايې چې په ټولو سيمو کي يې امنتي تدابير کلک کړي دي .