د پوليسو ليکو ته د لوستو ځوانانو شمير زيات سوی دی .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65722
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2015-12-27

په کندهار کي د پوليسو ليکو ته د لوستو ځوانانو شمير زيات سوی دی . دلته د پوليسو د جلب او جذب د مرکز مسوولين وايې ، چي په دې وروستيو کي سلګونه د دوولسمو ټولګيو فارغينو نوم ليکنه کړې ده او دا لړۍ لا دوام لري . د پوليسو په ليکو کي د نالوستو کسانو شتون په ټولنيز لحاظ زياتي ستونزي پيښي کړي او په دې ليکو کي د لوستو کسانو موجوديت يوه مهمه اړتيا بلل کيږي . په کندهار کي د پوليسو د جلب او جذب د مرکز مشر سمونمل محمد ظاهر وايې ، چي د پوليسو ليکو ته په عمومي ډول د خلکو علاقه زياته سوې او زياتوي ، چي دې ليکو ته لوستو ځوانانو راتګ هغه برخه ده چي د پوليسو په ليکو کي به د پراخو اصلاحاتو سبب سي . د محمد ظاهر په وينا چي په تيرو دريو مياشتو کي ( ۴۲۴ ) تنه د دوولسمو ټولګيو فارغين ورغلي ، نومونه يې ليکلي او اوس په نظاکي زده کړو بوخت دي ، هغه زياتوي چي دا شمير د تيرو کلنو په پرتله زيات دی . نوموړی زياتوي چي په دې برخه کي د ښځو شمير هم زيات سوی دی او دا مهال د کندهار په امنيه قوماندانۍ کي تر سل زياتي ښځي د پوليسو په ليکو کي دنده تر سره کوي . هغه ځوانان چي اوس يې تازه دمه د پوليسو دندي ته ځانونه نومولي دي وايې ، هوډ لري چي له دې لاري به وطن او خلکو ته خدمت کوي . په دې برخه کي د لوستو ځوانانو شتون نوې خبره ده ، دا مهال د پوليسو په ليکو کي د نالوستو او غيرمسلکي کسانو موجوديت زياتي ستونزي پيښي کړي دي ، د خلکو سره د يو شمير پوليسو د ناوړه چلند له امله ګڼو خلکو د دولت سره فاصله نيولې او په شکايت دي .