د افغانستان د ملي موزيم ٢٣١ باختري اثار د جاپان په "کيوشو" ملي موزيم کې د سلواغې تر ٢٥مې نندارې ته اېښودل شوي دي.
په کابل کې د جاپان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اثار د روانې مرغومي مياشتې په څلورمه د جاپان د "فکوکا" ښار په ياد موزيم کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نندارې ته په اېښودل شوو اثارو کې د بغلان ولايت د فلول تپې، د جوزجان طلا تپې، د تخار اى خانم او د پروان ولايت
د بګرام ولسوالۍ د لرغونو سيمو اثار شامل دي.
سرچينه ليکي چې په "کيوشو" ملي موزيم کې نندارې ته د دغو اثارو پرانيسته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين زردشت شمس او د کيوشو موزيم رييس شيماتاني هېرويوکي وکړه.
زردشت شمس په دې مراسمو کې ويلي چې د دغه نندارتون موخه دا ده چې د افغانستان لرغوني تاريخ او بډای فرهنګ نړيوالو په ځانګړي ډول د جاپان خلک و ته وروپېژندل شي.
ده په فرهنګي او نورو برخو کي له افغانستان سره د جاپان له مرستو مننه کړې او د داوړو هېوادونو د کلتوري اړيکو پر لا پراختيا يې ټينګار کړى.
سرچينه ليکي چې ده د جاپان له حکومته مننه کړې چې د افغانستان د ملي موزيم ۱۰۲ قلمه تښتول شوي اثار يې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې په جاپان کې خوندي ساتلي دي.
ټاکل شوې چې ياد اثار به تر دې وروسته، د ۲۰۱۶ کال په اپرېل مېاشت کې د جاپان په توکيو ملي موزيم کې هم د دوو مياشتو لپاره نندارې ته وړاندي شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چي د توکيو نندارتون په پای کي به دغه اثار افغانستان ته تسليم کړل شي.
د کيوشو موزيم رييس شيماتاني هېرويوکي د"کيوشو" په ملي موزيم کې، نندارې ته د باختري اثارو د وړاندې کېدو په پرانيستونکې ناسته کې د افغانستان له حکومت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته مننه کړې چي د هغوى غوښتنه يې ومنله او خپل تر ټولو ارزښتناک اثار يې په جاپان کې نندارې ته وړاندې کړل.
ده د افغانستان او افغانانو د پېژندلو لپاره نندارې ته د يادو اثارو وړاندې کول طلايي فرصت بللى او هيله يې څرګنده کړې چې ګڼ شمېر جاپانيان يې کتو ته ورشي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په کيوشو او توکيو موزيمونو کې به د دواړو نندارتونونو له لارې دوه سوه پنځوس زره امريکايي ډالر يا نږدې ۱۷ ميليونه افغانۍ او همداراز د نندارتون د ټولو عوايدو ۴۰ سلنه افغانستان ته ورکړل شي.